زه له مرګه نه وېرېږم نه وېرېږم
د لطیفې سا په جال کې نه بندېږم
که د ځوانې معرکې پهلوان نه شم
تر ابده به په قبر کې شرمېږم
سلیمان لایق
هلمند سږکال په داسې حال کې د ګران افغانستان د سیاسي استقلال د بیا اخیستو ۹۷- یمې کلېزې ته غېږه ور کوي چې تر بل هر وخت یې خپلواکې محدوده او د مرګ له ګواښ سره مخ ده.
هلمند او په ځانګړې توګه لښګرګاه، په داسې مهال کې د خپلواکۍ لمانځنې لپاره تیاری نیسي چې د یوویشتمې پېړۍ په روښان، انټرنیټي او برېښنایې دوران کې یې آن له خپل ګاونډي ولایت کندهار سره لاهم اړیکي یو مخ پرې دي.
هلمند سږکال د یوه سل په سل کې بشپړ وحشت په منګولو کې د خپلواکۍ د ورځې هرکلي ته سترګې په انتظار دی.
هلمند تر خپلواکۍ نه تیریږي او هلمند تر بل هر ځای او هملندوال تر بل چا پر خپلواکې ډېر ایمان لري، ځکه د یوه لوی بشري ناورین، ترهګریز استبداد، جګړییز وحشت او اداري فساد په تورتم کې تر هر چا ډېر د خپلواکۍ په اهمیت پوه دی.
هلمند په داسې شېبو کې خامخا خپلواکې لمانځي چې یو ځوانکی خرادکار یې په نهر سراج ولسوالې کې په دې ګناه وژل کيږي چې په پارکینګ کې د موټر درېدو یو کارډ یې په جېب کې وو؛ یو ۱۳ کلن کوشنی په دې تور له ژونده محرومیږي چې د یوه امنیتي چارواکي شړېدلی عکس سې له جېبه را وزي؛ دوه انجینیران د همدغه نهر سراج ولسوالۍ پر لار د انجینیرۍ د مسلک په ګناه له ژونده لاس مینځي؛ په ناوه ولسوالي کې، د یوې شمېرې له مخې، ۲۵- کسه ژوندي ورک دي، په دوی کې یو قصاب په دې پړ پېژندل شوی چې پر حکومت یې غوښې څرخولې او پر یوه بل دکاندار پر همدغو چارواکو د سودا خرڅولو لوی تور پورې شوی؛ په ګرمسېر ولسوالۍ کې د هرې کورنۍ پلار مجبور دی چې یا به له سیمې خپل تښتېدلی زوی او کورنۍ بېرته ور ستنوي یا به له ژوند لاس پر سر کيږي؛ دا یو څو کوشنۍ بېلګې وې، کنه هسې خو د دې جنایاتو او وحشتو کره شمېره بیانول د انسان د وس خبره نه ده.
پر هلمند حاکم تر ټولو ناوړه امنیتي، اقتصادي او ټولنیز وضعیت، د انسانیت، عاطفې، اسلامیت او هیڅ قانون پر معیار برابرېدای نه شي؛ دا په یوویشتمه پېرۍ کې د متمدنې انسانۍ نړۍ په منځ کې یو د نه منلو حالت دی، مګر نن دا دی هلمندی انسان په نه باورېدونکو مصیبتو اخته دی او همدا علت دی چې تر هر چا زیات د آزادۍ او استقلال په اهمیت پوه دی او تر هر چا ډېره هڅه کوي چې د خپلواکۍ ورځ تر بل هر ځای ګرمه ولمانځي او خپل پر آزادۍ مین ولس ته دا پیام ور کړې چې نن موږ خپلواک نه یو چې په هره بلا مبتلا یو او موږ باید د ولسواکۍ، فکري آزادۍ او اقتصادي خپلواکۍ پر لار حتمي ګامونه واخلو، هغه لار چې ۹۷- کاله مخکې زموږ ځوان روشنفکر اعلیحضرت امان الله شاه غازي د خپل ژوند، آرام او سکون په قیمت افغان ولس ته پرانیسته خو مرتجع، تور ذهنو، پردیپالو، دکتاتورو او مستبدو اقشارو دا سپینه د انسانیت لار د افغان ولس په وینو کې غرقه کړه او نن هماغه د تورې ارتجاع نامشروع اولاد دومدارې هڅې کوي چې افغانان باید یو وار بیا دغه د انسانیت معراج ته رسېدونکې روشنفکرانه لار کشف نکړي؛ دا د وحشت زامن که ظاهراً په خپلو وحشیانه او جاهلانه هڅو کې څه ناڅه کامیاب ښکاري خو افغانان او په تېره بیا هلمندی ولس به دا ژغورونکې او د عزت لار یو وار بیا خامخا پرانیزي او په خپل همت و درایت سره به ټول موجود بحران ته د ابد لپاره د پای ټکی ږدي.
تلپاته دې وي ملي خپلواکې!
په سفر کې له کاروانه سره سم تګ
د پېړۍ په مقتضا قدم قدم تګ
کوم چې باسي توپانې بېړۍ له موجه
همدغه دی منتخب او محترم تګ
لایق
لېډينګ سټوري/ اداره
بدلون اوونيزه/ دوهم کال/۳۹ مه / پرلپسي ۹۱ مه ګڼه/چهارشنبه/ اسد /۲۷/ ۱۳۹۵