تاند- د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې په ناروې کې تر ۳۲۳ زیاتې هوسۍ د جمعې په ورځ د دغه هیواد په جنوب کې د ټکې د لوېدو له کبله مړې شوې. ورځپاڼه وايي چې تر دې پخوا داسي پېښه، چې په یو وار دومره زیات ژوي پکې ووژل شي، نه ده لیدل شوې.

د ناروې د چاپېریال ساتنې ادارې یوه چارواکي (Kjartan Knutsen) د دوشنبې په ورځ په یوه ټېلفوني مرکه کې وویل، په ځلونو حیوانات د ټکې د لوېدو په اثر مري خو تراوسه پوري هیڅکله داسي نه و شوي چې ټوله رمه دې د برېښنا ښکار شي.

ده وویل چې په وژل شویو هوسیو کې ۷۰ کبلۍ هم شاملې دي.

د ناروې د طبیعت پېژندنې د انستیتیوت څېړونکی ولاف ستراند وايي، دا هوسۍ په داسي ډول مړې شوي لکه چا چې په لوی لاس برق ورکړی وي.

ویدیو

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *