نجیب احمد عزیزي

زه د جنت مانا ته ځير غوندي شوم

د يوې حوري مې شباب ولوست

«مصطفی سالک»

«زما کردار او دعا هم تل دا وي چې هم د دنيا ژوند، د مينې او ښايست سمبولونه غواړم او هم د جنت تلپاتې سپېڅلی ژوند او ښايستونه غواړم.»

د انسان سرګردانه انيما د ښايست په يوه ورک وجود پسې لالهانده ګرځي، مزلونه کوي، غواړي له يوه نه بېلېدونکي وجود سره ونښلي چې بیا هيڅکله ترې بېل نه شي. په دې کې د تصوف لارويان ديني فکري لاره غوره کوي غواړي يوازې شي، پر ځان سختي خوارۍ تېرې کړي، خو روحاً ډاډه شي او يو وخت له هماغه نه بېلېدونکي ځوان وجود سره د تل لپاره يو ځای شي

***
مشهوري افسانې او اسطورې چې له نورو فلسفي فکري لارو راوتلې د انسان د فطرت دغه لوری څرګندوي. د هر انسان فطرت او جوړښت داسې دی چې مينه وکړي او د ښايست دغه سيمبول يې په خيال او د ده په وجود کې انځور دی؛ نو د دغه انځور لپاره په واقعيت کې څوک خيالي مزلونه کوي، د عاج ماڼيو ته خېژي هلته خپله ورکه ليلا مومي د شعر ښاپېرۍ پرې وزرې غوړوي. څوک د وجود دغه ورکه په تصوف کې لټوي، خو چا چې د زمانې په پليتيو کې ځان لړلی، عقل يې د تورو تنبو شاته په ځنځيرونو تړلی، هغوی له دې خيالي انځور چې د ده په طبيعت کې نغښتی، ړنګ کړی دی.

د وجود ورکه موندل له موږ مينه غواړي، موږ ته نړۍ ښکلې کوي او په طبيعت کې د ښايست مانا او مفهوم راښيي، راځئ مينه وکړو، واقعي مينه چې هم مو خيال پر واقعيت بدل شي او هم هاغه د وجود ورکې برخې ته د مينې له لارې ورسېږو.
دا مينه به چېرته لټوو؟


په ژوند کې؛ کله په خيال کې، کله په جومات کې، کله له نورو سره په خدمت او مرسته کې، کله په کتابونو کې، کله د شپې په عبادت کې، کله د مور او پلار په خدمت کې، کله په فرج ساتنه کې، کله د خوږې منکوحې په لذت کې، کله په واقعي ژړا کې…. راځئ د وجود ورکه انيما حقيقي او واقعي ښايسته وجود په همدې حقيقت او عقيده ولټوو، سپېڅلي شو چې سپېڅلي وجود ته ورسېږو، مينه‌ وکړو چې هغه مينه‌ناک وجود ته ورسېږو، پاکې غوره کړو چې هغه پاک وجود ته ورسېږو، خوښي ورکړو/ويې وشو چې هغه خوښ خوشاله وجود ته ورسېږو، صادق شو چې هغه رښتينې وجود ته ورسېږو…
هو هغه ښايست او واقعيت همدا دی چې په هره شېبه کې يې ياد ډاډ را کوي او دنيوي ژوند تګلاره او کردار مې منظم او له پليتيو مې را ګرځوي؛

«وبشر الذين أمنوا وعملوا الصلحَتِ أن لهم جنتٍ تجري من تحتها الأنهرُ کلما رُزِقُوا منها من ثمرةٍ رزقاً قالوا هذا الذي رُزِقُنَا من قبلُ وأتو به متشابهاً ولهم فيهآ أزواجٌ مطهرةٌ، وهم فيها خالدون ۲۵» البقرة.

ژباړه؛ او ای پېغمبره «ص» کومو کسانو چې پر دې کتاب ايمان راوړ او له هغه سره سم عملونه يې وکړل، هغوی ته زېری ورکړه چې د هغو لپاره داسې باغونه دي چې ترې لاندې به ويالې بهېږي، د هغو باغونو مېوې به د دنيا د ميوو په څېر وي، کله چې کومه مېوه د خوراک لپاره ورکړل شي؛ نو هغوی به ووايي؛ «موږ همدغسې مېوې له دې مخکې په دنيا کې هم راکړل شوې وې!» د هغو لپاره به هلته ډېرې سپېڅلې ښځې وي چې هلته به د تل لپاره ورسره اوسېږي.

***
همدارنګه انسان طبعاً سپېڅلي او پاک شيان غواړي، مثلاً ښه خوراک، پاکي، ارام او منظم کور، له معنوي اړخه چې سپېڅلي کارونه او د نېک کردار خاوندان وي؛ له فسق فساد او پليتو کارونو لرې وي؛

«فيهن قاصراتُ الطرف لم يطمثهُّن انسٌ قبلهم ولا جآنٌ.» (۶۵) الرحمن.

ژباړه؛ د دغو نعمتونو او «جنتونو» په منځ کې به د حيادارو سترګو لرونکې ښځې «حوري» وي چې له دغو جنتيانو وړاندې به هيڅ انسان او يا پېري نه وي مسح کړې.

همدارنګه؛
«حورٌ مقصوراتٌ في الخيام ۷۲فبأی ءالآء ربکما تکذبان۷۳ لم يطمثهُّن انسٌ قبلهم ولاجآنٌ» ۷۴الرحمن

ژباړه؛ په خېمو کې دېره «پټې شوې» حوري؛ نو تاسې به د خپل رب کوم کوم نعمتونه دروغ وګڼئ!؟ له دغو جنتيانو مخکې به هغه هيڅ کوم انسان يا پېري نه وي مسح کړې.


همدارنګه انسان فطرتاً ښه کور، خواړه او داسې څه غواړي چې سترګې يې پرې يخې شي، نه غواړي په داسې ځای کې کومه ناوړه خبره واوري؛

«متکئين عليها متقابلين ۱۶يطوفُ عليهم ولدانٌ مخلدون۱۷بأکواب و أباريق وکأسٍ من معینٍ۱۸ لایصدعون عنها ولا ینزفون۱۹وفاکهةٌ مِمَّا یتخيرون۲۰ولحم طيرٍ مما يشتهون۲۱وحورٌعينٌ۲۲کأمثلِ اللوء لوء المکنون۲۳جزآءً بما کانوا يعملون ۲۴ لايسمعون فيها لغواً ولا تأثيماً۲۵الا قيلاً سلاماً سلاماً۲۶»الواقعة.

ژباړه؛ تکيه وهلي به مخامخ ناست وي، د هغو په مجلسونو کې به همېشني هلکان په خدمت کې ګرځي راګرځي، د شرابو له بهېدونکو چينو، له ډکو پيالو، سراحيانو او جامونو سره چې د هغو په څښلو به نه د جنتيانو سر سره وګرځي نه به يې په عصابو کې خرابي پيدا شي او د هغو مخې ته به خدمت‌ګاران راز راز خوندوري مېوې وړاندې کوي چې کومي يې خوښي وي غوره کوي به يې او د مارغانو غوښې به ورته وړاندې کوي چې د کوم مارغه يې خوښه وي او د هغو لپاره به د ښايسته سترګو لرونکې حوري «ښځې» وي، دا هر څه به د هغو د عملونو د مکافاتو په ډول ورکړل شي، هلته به هغوی کومه بابېزه خبر وا نه وري، هره خبره چې وي بې‌ازاره سمه صحيح سلام سلام به وي.

***
د نېک عمل ثمره به داسې هم وي چې د هغو لپاره به دنيوي ښځې خپلې «مېرمنې» له سره پېغلي کړي په دې کې هغو ته بل زېری پروت دی ځينې ښځې وايي؛ «جنت يوازې نارينه ډېر داخلېږي.» خو دلته له خاوند سره په دنيوي ژوند کې متقابله مينه هم د پام وړ ده چې د نکاح په وسيله د دوی خوږ ژوند را منځ ته کېږي، خو په جنت کې يې بیا هغسې ځواني او مينه را ژوندي کېږي؛

«انا أنشأنهُن انشآءً۳۵فجعلناهُن أبکاراً۳۶عُرُباً أتراباً۳۷الواقعة

ژباړه؛ د هغوی مېرمنې به په ځانګړې ډول بیا موږ له سره پيدا کړو او هغه به پېغلي وګرځوو، د خپلو مېړونو عاشقاني او په عمر کې همزولې.

***
په قرآنکريم کې څو ځایه په همدې برخه کې ايتونه موجود دي چې د اسلامي عقيدې څښتن ورته متوجه کوي، بله دا چې د ډاډ وړ ګرځي. مثلاً هغه ښځې چې له نورو سره ګرځي بې‌بندوباره اړيکې ورسره لري، هرومرو د بل کس هم زړه ورته کېږي چې داسې څه ولري، همدارنګه په دې ايتونو کې غوره صفات د ښځو لپاره هم د يو امر په حيث راغلي چې سپېڅلتوب، پاکي، حيا، او واقعي مينې ته يې رابولي، بله دا چې دغه کردار يې نه يوازې ژوند له خوندونو ورته ډکوي، بلکې په همدې عمل جنت ته داخلېږي.


او هغه نارينه چې په خودلذتي اخته دی عمل يې سمېږي، له نامحرمه ښځو سره يې مينه او اړيکې پرې کېږي، کوم چې په اسلام کې ناروا دي او د ټولنې بې‌لاري او د نسل د سقوط سبب ګرځي.

***
کله کله زه په خپله د ښځو له ناسمو خبرو، سره مخ شوی يم، يا مې ترې اورېدلې؛ نو زه پر همدې ايتونو ډاډه شم چې جنتي ښځې «حوري» له داسې الفاظو، صفاتو، او کړنو پاکي دي، په داسې حال کې يوه ناپايه خوښي را کې پيدا شي، ډاډه شم چې هلته خو د هغو مينه نه پای ته رسېږي او نه مرګ او درد شته… تل غېږ په غېږ مينه ده ژوندی ده..
***
خو هيڅکله به د حورو له سپېڅلي نومه د خود‌غرضي او د اروس د جنسي غريزې له قهرجن لوري و نه غواړم چې د انسان د شخصيت تشه په مرګ او تشدد له مذهب سره ګډېږي، له دنيوي ژونده تېښته کوي او جنت په مرګ او تشدد کې لټوي.


اساسي او واقعي ژوند هغه دی چې په اصولو برابر تېر شي، يانې لومړی ځان او انساني غرايز وپېژندل شي چې ځينې يې په چاپېريال پورې تړلي ارضا کېږي، نه داسې چې په سپېڅليو امورو کې خودغرضي او د شخصيت نيمګړتياوې ګډې شي چې ځان او ټولنه پرې تباه شي او نه داسې په دنيوي ناوړه بې‌چوکاټه اړيکو کې د هوس ښکار شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *