نعوظ معمولاً له 45 کلنۍ نه وروسته پیلیږي خو په ۹ تر ۱۰ سلنه نارینه وو ذاتي وي، څېړنې ښیي چې د نعوذ د ګډوډۍ د مینځته راتلو یوازینی لامل وېره ده چې ډېری خلک د دې ګډوډۍ د درملنې په موخه درمل کاروي چې یوازې د وینې فشار نورمالوي خو په ذهن کې هیڅ توپیر نه شي راوستلی.
ښایي له ځان سره ووایئ چې د نعوذ ګډوډي به څه وي د نعوظ اروايي ګډوډي په نارینه وو کې د جنسي غړي کمزورتیا ده یانې د نارینه وو جنسي غړي نه لوړېږي، هرکله چې نارینه د جنسي اړیکو نیولو په موخه مخالف جنس ته نیږدې کیږي جنسي غړی یې په لومړي حال پاتې کیږي له همدې امله نشي کولی جنسي اړیکې ونیسي.
په ټولیز ډول درې ډوله نعوظ شتون لري:
- په جسمي اړیکه کې، کله ناکله جسمي ستونزه وي یا خپله جنسي غړی ستونزه لري.
- په فکر کولو کې، یا زموږ په فکر کې ځیني وېرې ستون لري چې له امله یې نشو کولی اړیکه ونیسو.
- په خوب کې، ډېرځله په خوب کې هم د انزال مخه نیسي او دا هم نعوظ بللی شو.
دا چې څه د نعوظ لامل ګرځي او څنګه یې له مینځه یوسو درلته یې لوستلی شئ.
په عاطفي او ټولنیزو اړیکو کې ستونزې لکه: غوږ نیول او شکونه ددې ستونزې له لومړیو لاملونو څخه دي چې په پرلپسې ډول یې باید له مینځه یوسو.
د میرمنې حساسیت او غبرګون هم د نعوظ لامل ګرځي ننګول (ته یې نشې کولی)، بۍړه (هله نو ژر کوه) او ډار (که مو داسې وکړل داسې چل به راسره وشي) چې په ټولیز ډول مېرمنې باید خپل چلند ته پام وکړي.
۹ تر ۱۰ سلنه نارینه په ذاتي ډول دا ستونزه لري چې ددې لپاره باید د همدې برخې متخصص ته مراجعه وشي.
ښایي ناروغۍ، کمزوري او د هورومون ستونزې یې لامل ګرځېدلي وي چې ددې لپاره باید ناروغۍ درملنه کمزورتیا ختمه او هورموني ستونزې مو حل کړو.
نشه يي توکي ټابلېټ، سګرټ، چیلم یا قیلون، نسوار او الکول هم د نعوذ لامل ګرځي که چېرې څوک یاده ګډوډي ولري او ورسره نشه ای توکي کاروي نو لامل یې همدا کېدای شي چې که اعتیاد یا په عامه اصطلاح عمل له مینځه یوسو نعوظبه پخپله له مینځه لاړ شي.
درمل هم په نعوظ کې خپل ونډه لري د فشار، اعصابو، زړه او معدې درمل مو باید بدل کړو همدارنګه د ژورخپګان او اضطراب درمل هم د نعوظ لامل ګرځي که چېرې د یادې ګډوډۍ د درملنې په موخه د درملو پر ځای په ارواپوهنه وکاروو نو کولی شو ددې درملو جانبي عوارض له مینځه یوسو.
ورزش د جنسي غړي ځانګړي تمرینونه او د خوب سمول ددې ګډوډۍ په راکمولو کې خورا مرسته کوي چې د بایسکیل ورزش یې ښه بېلګه ده.
ذهني فشار او خپګان ته هم باید پاملرنه وکړو په وینو لړلي خبرونه، وېرونکي فلمونه او منفي ملګري زموږ د سټرس او خپګان لامل ګرځي چې باید په دې برخه کې هم اړین ګامونه واخلو.
د سپرم ډېرول هم ګټور دي د B6، E او Cویټامینونه غوښه، خرما او پياز کولی شي ستاسو په بدن کې د سپرمونو کچه لوړه کړي.
پارونکي جامې، پاک غاښونه او مناسب عطر هم ددې ګډوډۍ په راکمولو کې مرسته کوي د څېړنو له مخې د عطرو کارول فشار لوړوي او دا ګډوډي له مینځه وړي.
د جنسي اړیکو په ځای او حالتونو (پوزیشنونو) کې بدلون راوستل همدارنګه د لوڅو فلمونو له کتلو څخه ځان ژغورل هم ددې ګګوډۍ په له مینځه وړلو کې ونډه لري.
https://www.youtube.com/watch?v=9SPRkfkeEFc
پایله: باید وویل شي چې ځیني هغه کسان چې په دې ګډوډۍ اخته دي فکر کوي کوډې پرې شوي ملا او تعویذګر ته ورځي چې هېڅ ډول مرسته نشي کولی په اصل کې ددې ګډوۍ ریښه په فکر، ذهن او جسم کې نغښتې چې په ساده تمریناتو یې له مینځه وړلی شو هرکله چې څوک په دې ګډوډۍ اخته کیږي ژر تر ژره دې له یوه ارواپوه سره مشوره پرې وکړي تر څو په لږ وخت کې له دې ستونزې خلاص شي.