سم تشخیص او سمه درملنه هغه دوه مهم عنصره دي، چې اوس له بل هر چا دردیدلي او بې وزله افغانان زیاته اړتیا ورته لري. زموږ له پوهنتونونو هر کال په سلګونو محصلین د فراغت بریلیکونه تر لاسه کوي او په یوه روغتون کې د ستاژ د دوه کلنې دورې له تیرولو وروسته خپل ځانته کتنځی خلاصوي او پر خپلې ویلې رشتې سربیره، چې دی په کې تخصص لري، پر لوحه به یې لیکلي وي : متخصص امراض، داخله، قلب ، شش ، معده ، استخوان و جلد او … چې د دوی دا کار د سم تشخیص او سمې درملنې پر ځای افغانان دې ته اړ کوي څو په ناهیلۍ سره د څو ډاکټرانو له درملنې وروسته پاکستان ، ایران او یا هم که اقتصادي حالت یې سم ؤ هند او ترکیې ته ولاړ شي، چې د سلګونو زره پیسو په وړلو سره هلته هم له درغلګرو سره مخ شي او پیسې یې ژباړن او ډاکټران ورنه د جیب وهوونکو په څیر غلا او بیرته یې افغانستان ته خالي لاس راولیږي، نو دا ډول کسانو ته به نور څه ورپاته شي؟. خو که له چا سره بخت یاري وکړه او په بهر هیوادونو کې یې خپلوان وو تر څو یې په مرسته درملنه وشي، نو دا داسې بختورو کسانو شمیر به د ګوتو په شمیر وي.

په هیواد کې د ننه خو د ناروغیو سم تشخیص او درملنه د سوداګرو او هر کاره ډاکټرانو د شتون له کبله نا شونې شوې ده، چې دا ستونزه په لرې پرتو سیمو کې څو برابره زیاته ده ددې ستونزې لنډه بیلګه په لرې پرتو سیمو کې د ښځینه ناروغیو له امله د زیږون پر مهال د ګوتو په شمار ساعتونو کې د یوې مور او یا ماشوم مړینه ده، د نورو بیړنیو ناروغیو د ناروغانو حالت خو لا پر ځای پریږده، چې تر ډاکټر او روغتونه رسیږي او که په لار یا کور کې ساه ورکوي.

په پلازمېنه کابل ، د ولایاتو په مرکزي لويو ښارونو او د ولسوالیو په بازارونو کې د ګڼو دولتي او خصوصي روغتونونو کې د ناروغ د سمې معاینې او د ناروغۍ د سم تشخیص د نه شتون په خاطر بې وزله افغانان خپل ژوند له لاسه ورکوي . ځکه که په دولتي روغتونونو کې د زیاتې ګڼې ګوڼې ، درملو او لابراتواري وسایلو د نشتوالي له کبله ستونزه ده په خصوصي روغتونونو کې بیا د سوداګرو ډاکټرانو له امله دا ستونزه دوه چنده ده؛ په داسې حال کې چې په نورو هیوادونو کې که په دولتي روغتونونو کې د یو ناروغ لپاره اتیا سلنه آسانتیاوې وي ، خو په خصوصي روغتونونو کې بیا پاتې شل سلنه آسانتیا بشپړه وي او د ناروغ درملنه د معایناتو او درملو له اړخه په بشپړ ډول تر سره کیږي.

خو زموږ د خصوصي روغتونونو لوستي او لوست بوخت ډاکټرانو یوازې پر افغان ولس سوداګري پیل کړې، چې دا ستونزه د نورو ولایتونو په پرتله په غزني ښار او ولسوالیو کې زیاته ده ؛ دلته یو ډاکټر له څو کاله کارکولو وروسته، چې د درملو له کمپنیو او د معایناتو له لابراتوارونو سره د کمیشن له پیسو مالداره شي، لوی روغتون خلاصوي او ټول کار د خپلو نیمه لوستو او په زده کړو بوختو محصلینو باندې تر سره کوي، چې هغوي بیا د سمو معاینو پر نه کولو سربیره له ناروغ څخه په زرګونو پیسې اخلي او د یوې ناروغۍ پر ځای د بلې ناروغۍ ورته وايي. په دې اړه یې لنډه بیلګه د خپلو سترګو لیدلي حال درته بیانوم، چې ځو میاشتې وړاندې مې د غزني ښار په لویدیځ سیمه د قرباغ په زړه اډه کې یو نوموتي روغتون ته ناروغ وروستو، هلته یې له معایناتو وروسته راته وویل، چې تور ژیړی لري، زه وارخطا شوم او د ناروغ بچیان مې هم ورته راوستل، خو د هماغه ناروغ د دوهم ځل وینې له معاینې څرګنده شوه، چې تور ژیړی نه بلکې ناسم تشخص شوی او ناروغ د ملاریا ناروغي لري.

دا او دې ته په سلګونه ورته بیلګې دي، چې هره ورځ مظلوم او خوار افغان ولس ورسره مخ کیږي. ځکه دلته یوازې په نویو فارغو شویو او یا هم د هغو ځوانانو لابراتواري معاینات تر سره کیږي چې دا مهال په خصوصي انسټیټیوټونو کې په زده کړه بوخت دي او بله خوا د خصوصي روغتونونو او معاینه خونو خاوندان د کم کیفیت لرونکو درملو له کمپنیو سره د خپلو قراردادونو له مخې د ورځني ټاکل شوې اندازې له مخې درمل په ناروغانو پلوري او هغوي ته پر ناروغۍ سربیره لسګونه قلمه نوره درمل هم ورکوي او په دې ډول خپله سوداګري پر مخ بیايي هغه د پښتو لنډۍ ده چې وايي :

په ناقابل طبیب مې سر دی ———- درد مې د سر دارو د سترګو راکوینه

په پاي کې له مسؤلو چارواکو په تیره د عامې روغتیا له وزارت او په غزني کې د عامې روغتیا د ریاست له چارواکو په ‌ډیر درنښت دا غواړم، چې دې ډول ستونزو ته دې جدي پاملرنه وکړي او پر خصوصي روغتونونو او درملتونونو د هيئت په ټاکلو کې دې له پوره غور څخه کار واخلي او د خیش خورۍ او فساد مخه دې په جدي ډول ونیسي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *