تاند- د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې نن اعلان وکړ چې د غزني د ناوې لپاره د نوي ولسوال له ټاکل کېدو سره په دې ولسوالۍ کې د حکومتولۍ بنسټونه فعالېږي.
د سیمه ییزو اورګانونو د خپلواکې ادارې دې اعلان هغه اوازې رد کړې چې ګنې ناوه ولسوالي له طالبانو څخه تر تصفیه کېدو وروسته بېرته دې ډلې ته ورپرېښودل شوې ده.
د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکه اداره وايي چې جمعه خان تره کی د ناوې ولسوال ګومارل شوی دی.
د دې ادارې د ویاند تواب غورځنګ په وینا جمعه خان تره کی، چې د غزني د ولایتي شورا د تېرې دورې غړی و، د ناوې اوسېدونکی دی.
ناوه، چې کابو نهه کاله د وسله والو طالبانو په کنټرول کې وه، تېره اوونۍ د افغان امنیتي ځواکونو د عملیاتو په نتیجه کې د حکومت تر کنټرول لاندې راغله.
د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې د افغانستان له مربوطه سکتوري وزارتونو سره، د غزني په ناوه ولسوالۍ د حکومتولۍ د بنسټونو د فعالولو په اړه خبرې پیل کړې دي او د دې ادارې په وینا ډېر ژر به هلته په ځانګړې توګه، د عدلي او قضایي او معارف سکتورونو د فعالیت لپاره زمنیه برابره شي.
له ناوې څخه د طالبانو له ایستلو څو ورځې وروسته داسي اوازې خپرې شوې چې حکومت دا ولسوالي د زابل په شاه جوۍ ولسوالۍ کې د ۱۹ یرغملو د خلاصون په بدل کې بېرته طالبانو ته پرې ایښې ده.
د دې ولسوالۍ نیول د افغانستان د حکومت لپاره په دې هم اهمیت لري چې د بهرنیو پوځیانو له وتلو وروسته افغان امنیتي ځواکونو نه یوازې سیمې له لاسه ورنه کړې بلکې ناوه یې، چې د بهرنیو قواوو د موجودیت په مهال هم د دولت د وسله والو مخالفانو په لاس کې وه، د دولت تر کنترول لاندې راوسته.