په ناټو کې د امریکا دایمي استازې مېرمن هچسن

تاند- په ناټو کې د امریکا دایمي استازې نن /چهارشنبه/ په بروکسل کې د افغانانو په مشرۍ د سولې د خبرو پر ضرورت ټینګار وکړ.

کې بیلي هچسن (Kay Bailey Hutchison) وویل، د افغانانو په مشرۍ د سولې د خبرو معنا دا ده چې د افغانستان د سیاسي صحنې ټول لوبغاړي په خبرو کې ګډون ولري.

دې په مسکو کې د یو شمېر سیاسي ګوندونو او طالبانو وروستۍ غونډې ته په اشارې د سیمې له ټولو هیوادونو وغوښتل چې د افغانستان د سولې په بهیر کې مثبت رول ولوبوي.

اغلې هچسن هیله څرګنده کړه چې د سیمې هیوادونه به مثبت ځواب ووايي.

دې همداراز وویل چې باید د خبرواترو مېز ته د ټولو خواوو په حاضرېدو کې هیڅ ډول مخکې تر مخکې شرط کښېنښودل شي او نه هم د کومې خوا د ګډون مخه ونیول شي.

په ناټو کې د امریکا دایمي استازې وویل، د افغانانو له لوري د افغانستان د سولې د پروسې د مشرۍ معنا دا ده چې د دې هیواد ټول کلیدي لوبغاړي په خبرو کې ګډون ولري او که کوم اړخ د سولې له خبرو څنډې ته شو، په افغانستان کې به تلپاتې سوله را نه شي.

ځینې کتونکي وايي چې باید د سولې په خبرو کې د ټولو سیاسي ګوندونو او طالبانو ترڅنګ د ملا رسول اخوند ډله هم شامله وي ځکه چې که دا ډله د سولې په خبرو کې برخه وانخلي ممکن د ملا هبة الله اخوندزاده په تحریک کې له سولې سره ځینې مخالف عناصر د ملا رسول ډلې ته واوړي او بیا هم جګړه دوام وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *