تاند- په ناټو کې د امریکا استازې وايي، هغه وخت راغلی چې پاکستان باید نور د افغانستان د سولې او ثبات په هلوځلو کې ریښتینی رول ولوبوي.
په ناټو تړون کې د امریکا استازې بیلي هوچسین نن /پنجشنبه/ په یوه مرکه کې وویل، «پاکستان د افغانستان په سوله او ثبات کې ډېر څه کولی شي؛ موږ پوهېږو چې اسلام اباد له خپلې خاورې افغانستان ته د اوښتونکو تروریستانو مخه نیولی شي.»
مېرمن هوچیسن پاکستان د نړیوالې انزوا له خطر سره مخامخ وباله، ویې ویل«باید پاکستان په دې سر خلاص کړي چې په نړیواله ټولنه کې د رټل کېدو له ګواښ سره مخامخ دی. نړیواله ټولنه غواړي چې په افغانستان کې ثبات ټینګ کړي او له اسلام اباده غواړي چې په دې برخه کې رول ولوبوي.»
د تېر کال په اګست کې د افغانستان او پاکستان لپاره د ولسمشر ټرمپ د نوې ستراتیژۍ له اعلانه وروسته پاکستان د امریکا له فشار سره مخامخ دی.
امریکا د سږ کال په لومړیو کې پاکستان ته نژدې ۲ ملیارد ډالره پوځي مرسته وځنډوله او خبرداری یې ورکړی چې په نړیوالو مالي موسسو لکه د پیسو نړیوال صندوق او نړیوال بانک کې به د پاکستان د مرستو مخه ونیسي.
پاکستان وايي چې نور د حقاني شبکه او د طالبانو شورا د دغه هیواد په خاوره کې فعالیت نه کوي.
خو افغان او امریکايی چارواکي وايي چې لا هم د طالبانو مشران په پاکستان کې دي او حتي د خندق په نوم عملیات د پاکستاني پوځیانو په مشوره د طالبانو له لوري اعلان شول.
طالبانو د چهارشنبې په ورځ د سولې لپاره د ولسمشر غني وړاندیزونه رد کړل او د یوه نوي جنګي فصل د پیلولو اعلان یې وکړ.
د طالبانو د وروستیو ورځو په بریدونو کې په لسګونو افغان پولیس او سرتېري وژل شوي دي.