تاند- په ناټو کې د امریکا پخواني سفیر کورټ واکر وايي، دوی به افغانستان یوازې پرېنږدي، او دی داسې فکر نه کوي چې ګنې په دغه هیواد کې نړیوالو خپل ماموریت پای ته رسولی دی.

د ناټو لپاره د امریکا پخواني سفیر او د مککین انسټيټیوټ ريیس کورټ واکر له ازادي راډیو ته وویل، نړیوالو په افغانستان کې خپل ماموریت لا نه دی بشپړ کړی.

ښاغلی واکر وايي، فکر کوي چې د دغه ماموریت د بشپړولو یوازینۍ لار دا ده چې د افغانستان امنیت افغانانو ته وسپارل شي.

 کورټ واکر وایي همدا وجه ده، چې له تیرو څو کالونو راهیسې دوی د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې په هڅو بوخت دي.

کورټ واکر د هغو راپورونو په اړه، چې پراساس یې ویل شوي چې د امریکا حکومت غواړي چې له افغانستانه خپل ټول پوځیان باسي او هیڅ سرتېري پرېنږدي، وویل:

((په زغرده وایم، دا به ناورین وي، زه په خپله فکر کوم چې د ټولو عسکرو ایستل به له حقایقو لېري وي، زه فکر نه کوم چې امریکا به داسي پرېکړه وکړي، زما یقین دی چې نړیوال ځواکونه به د افغان ځواکونو د روزنې لپاره په افغانستان کې موجود وي. او د دوی مرسته به کوي، نو زما په فکر دا به جاري وي. او که چیرې د ټولو عسکرو د ایستلو لاره خپله شي، نو د افغان امنیتي ځواکونو لپاره به دا ګرانه شي چې د ټول هیواد امنیت وساتي، او کیدای شې طالبان په جنوبي او شرقي برخو کې بیا  راوچت شي، او په افغانستان کې به بیا جګړه پیل شي، نو دا یو خطر دی چې څوک به یې هم  خطر په غاړه وانخلي.))

د دې  سوال په ځواب کې چې طالبان یوازې په افغانستان کې اسلامې شریعت نافذول غواړي، او د طالبانو په اړه د دوی نظریه زړه ده، ځکه چې دوی د خپلې خوښې شریعت په خلکو منل غواړي، په ځواب کې کورټ واکر وایي:

 ((افغان طالبانو خپله توجه یوازې افغانستان ته متمرکزه کړې او غواړي دا ډول سخت قانون نافذ کړي، او په تیرو لسو کالونو کې پاکستاني طالبانو له دوی سره مرسته کړې، او زه په دې خبره باوري یم که چیرې افغان طالبان په افغانستان او یا د دغه هیواد په ځینو برخو کې هم خپل واک ټینګ کړي، که صرف په جنوب او شرقې اړخ کې هم واکمن شول، نو دوی به پاکستاني طالبانو ته مرسته او محفوظ ځای ورکړي، چې په اسلام اباد کې د حکومت د ړنګولو هڅې کوي، او په پاکستان کې د اسلامي نظام د راوستلو هلې ځلې کوي. نو زما په نظر په دې حالت کې خطر زیات دی.))

په ناټو کې د امریکا پخواني سفیر د افغان طالبانو د ارادې په اړه وویل چې په افغانستان کې د هغوی هدفونه کاملاً څرګند دي. دوی غواړي چې ټول افغانستان ونیسي، د افغانستان حکومت وپرزوي، اساسي قانون لغوه کړي او په نړۍ کې تر ټولو افراطي سیستم پر افغانستان تحمیل کړي.

د واکر په وینا طالبان داسي احساسوي چې د خپلو دغو هدفونو لور ته یې پرمختګ کړی دی او هغو ته د رسېدو لپاره به پرمختګ وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *