تاند- په افریقايي هیواد نایجریا کې پولیسو یو داسي رستوران موندلی چې د انسان غوښه یې پخوله.

پولیسو پر دغه رستوران د ناڅاپي حملې په ترڅ کې ۱۱ تنه نیولي. د پولیسو په وینا په دغه رستوران کې یې د انسان د غوښې ترڅنګ د انسانانو سرونه هم موندلي دي.

پولیس وايي چې په رستوران کې د انسان سرونه په خورا ښکلي- رنګارنګ کاغذ کې اېښودل شوي وو.

راپور وايي چې د رستوران چلوونکو د انسان د غوښې بیه لوړه ایښې وه. مګر مشتریان یې په دې نه ول خبر چې دا د انسان غوښه ده.

خو ویل شوي چې د دې لپاره چې غوښه خوندوره وه، ډېر خلک حاضر ول چې په لوړه بیه په دغه رستوران کې خوراک وکړي.

د رستوران یوه مشتري وویل، د دې لباره دې رستوران ته بیا بیا راته چې خواړه، په تېره بیا غوښه یې ډېره خوندوره وه خو ده ته دا نه وه معلومه چې دا غوښه د انسان ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *