د میدان وردګو لایت په نرخ ولسوالۍ کې د قرانکریم د لسګونو حافظانو ترمنخ
د حسن قرائت سیالۍ ترسره شوې،چې په ترڅ کې قاري کریم الله د ښه اواز او
په تجوید سره د کلام الله د لوستلو له امله لومړی مقام ترلاسه کړ .
د حسن قرائت دغه سیالۍ،چې نن ( شنبه ) په نرخ ولسوالۍ کې د شاوخوا ۶۰ تنو
په ګډون ترسره شوې،په کې د قران کریم د حافظانو سربیره،عالمانو،د نرخ
ولسوال،قومي مشرانو او نورو مخورو ګډون کړی وو.
د دغه سیالیو ګډونوالو د قران کریم تلاوت د استاد قاري عبدالرحمن له لورې
اوریدل کیدو،چې په ترڅ کې هغه کسانو ته،چې ښه اواز به یې درلودو او د
کلام الله تلاوت به یې په تجوید سره ترسره کولو،ورته به د نوموړی له لورې
نمرې ورکول کېدې.
په همدې لړ کې قاري کریم الله لومړی،قاري نورعزیز دویم،او قاري اجمل درېم
مقام تر لاسه کړ،چې د نرخ ولسوال له لورې هر یو ته کابلی پښتو تفسیر او
نورې ډالۍ او انعامات ورکړل شول .
همدا راز د دغه سیالیو په لړ کې عبدالله څلورم،خیرالله پنځم،ضیاالحق
شپږم،محمد نعیم اوم،نجیب الله اتم،شکیب نهم،عصمت الله لسم،ابراهیم یولسم
او نظر محمد دولسم مقام ترلاسه کړ.
دوی ته هم د ولسوال له لورې برابرې شوې ډالۍ او نور انعامات ورکړل شول.
د دغه سیالیو لومړی مقام ګټوونکې قاری کریم الله له ټولو هغه کسانو څخه
مننه وکړه،چې د قران کریم د حسن قرائت یادې سیالۍ برابرې کړې وې .
ده وویل که ځوانانو ته د نورو پروګرامونو ترڅنګ په اسلامي برخه کې ورته
سیالۍ په لاره واچول شي،نو ټول زده کوونکي او ځوانان به هڅه وکړي،چې په
اسلامي معلوماتو ځان پوه کړي.
د نرخ ولسوال محمد حنیف حنیفي هم د خپلو خبرو پر مهال له ټولو ګډونوالو
څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه،تر ټولو چارو ورته د قران کریم د حسن
قرائت سیالۍ برابرول ډیر ارزښتمند وو.
ده ژمنه وکړه،چې دغه لړۍ ته به دوام ورکوو او هڅه به وکړو،چې په دې
ولسوالۍ کې د حسن قرائت بریالي شويو قاریانو ته د نورو ولسوالیو او
ولایتونو ترمنځ هم سیالۍ برابري کړو.
