۱۳۹۳/۱۲/۵

د میدان وردګو ولایت په نرخ ولسوالۍ کې د اولس او حکومت ترمنځ د همغږۍ او د اولسونو ستونزو د حل کولو په موخه یوه ۲۵ کسیزه قومي شورا جوړه شوه .

په همدې موخه د یادې ولسوالۍ په مقام کې غونډه جوړه شوې وه،چې د ولسوال سربیره په کې قومي مشرانو او مسؤلینو برخه اخیستې وه .

 د نرخ ولسوال محمد حنیف حنیفي وویل د دغه شورا له جوړېدو څخه یې موخه داده،چې د دوی په مرسته د ولسونو سره خپلې اړېکې پراخه او د دوی ستونزو ته هم د حل لارې چارې په ښه توګه ولټول شي .

دغه زیاته کړه، د دغه ولسوالۍ د پنخو حوزو څخه یې پنځه ، پنځه تنه د دغه شورا د غړو په توګه ټاکلي او ژر به د شورا اداري پلاوی هم وټاکل شي .

د نرخ ولسوالۍ قومي مشرانو د خپلو خبرو پر مهال د شورا جوړیدل د ستونزو د لمنځه وړلو په مانا وبلله او زیاته یې کړه،هڅه به وکړي،چې په یو شمېر سیمو کې په امنیتي برخه کې هم له حکومت سره اوږه په اوږه همکاري وکړي .

د میدان وردګو ولایت مطبوعاتي دفتر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *