۱۳۹۳/۱۱/۲۰

چارواکي وایي د میدان وردګو ولایت نرخ ولسوالۍ په صد مرده سیمه کې د تېرې یوې اونۍ په ترڅ کې ۱۴ تنه شکمن لیوني سپی داړلي دي .

د  دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکټرخیال محمد نن (دوشنبه ) د میدان وردګو سرپرست والي په مشرۍ د ادارو د مسؤلینو ترمنځ په جوړه شوې غونډه کې وویل د تېرې اونۍ په ترڅ کې د شپږو ماشومانو په ګډون چې یوه انجلۍ هم په کې ده،۱۴ تنه د یوه سپي له لورې داړل شوي دي.

ده زیاته کړه،دوی یاد کسانو ته په مرکزي روغتون کې اړوند واکسین تطبیق کړی،ترڅو ورته په راتلوونکې کې کومه ستونزه رامنځته نشي .

د میدان وردګو سرپرست والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي د عامې روغتیا ریاست له مسؤلینو مننه وکړه،چې په ټاکلې وخت کې یې هغه کسانو ته واکسین کړی،چې د سپي له لورې داړل شوي وو.

ده همدا راز د عامې روغتیا ریاست په مشرۍ،د چاپیریال ساتنې او ښاروالۍ مسؤلینو ته لارښوونه وکړه،چې د په یاده سیمه کې د لیونیو سپيو د لمنځه وړلو په موخه ژر تر ژره کمپاین ترسره کړي .

د میدان وردګو ولایت مطبوعاتي دفتر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *