اتلس کاله جنګ که د خارجیانو لپاره د سر په دروند زیان نه دی تمام شوی خو عام افغانان، دولتي ځواکونه او د طالبانو لوری يې ښه ډېر خوږ کړي دي. طالبانو په تېرو کلونو کې د ګرمۍ مهال سختې جګړې وکړې، د دولت نظامي دستګاه ته يې درانه زیانونه رسول، ولسوالۍ يې نیولې، ولایتونه يې د سقوط له خطر سره مخ کول او افغان امنیتي دفاعي ځواکونه يې له شاتګ سره دفاع ته اړ کړي وو.

اما له هغه وروسته چې طالبانو باندي افغان ځانګړو ځواکونو د شپې بریدونه پيل کړي او کله يې هم د ورځي و د شپې ګډ له فضا څخه ویشتلي؛ نو دې اقدام هغوی هم وارخطا کړي دي او په دې عملیاتو کې يې خورا زیات شمېر لوړپوړي کسان هم وژل شوي دي.

د اګست د میاشتې پر تلفاتو بي بي سي یو راپور جوړ کړی وو چې په یوه میاشت کې د طالبانو زر کسان وژل شوی وي. دا په یوه میاشت کې ډېر لوی نقصان دی چې یوې جنګي ډلې ته رسېږي.

تر هغه وروسته چې له امریکا سره د طالبانو خبرې ناکامه شوې امریکایانو ته هم امر شوی وو چې په نظامي ډګر کې طالبان وځپي، نو بریدونه څو چنده شول چې ورسره د طالبانو د سر زیان هم تر شمارلو ووتی.

د کندهار او هلمند په اړه یوه عیني شاهد راته ویل چې که د طالبانو دوه کسان هم سره یوځای شي نو له هوا وار پر کېږي او وژني يې. د هغه له قوله چې په هلمند کې ۱۷۰ کسان د سیمې په کچه د طالبانو مشران وژل شوي دي.

په شمال کې هم د طالبانو والیان، نظامي قومندانان، ولسوالان او د سرې قطعې مشران په نښه شول چې په تېرو وختونو کې داسې درانه تاوانونه دوی نه وو لیدلي. دا چې نظام ځواک يې اوبه کېدونکی دی، له دې امله يې په تیرو ټاکنو کې د پام وړ کار ونه شو کړلای.

که دولتي ځواکونه د طالبانو د ماليې ټولولو کسان ونیسي او بیا يې دې ته ایله نه کړي چې له ولسي تجارانو مالیه واخلي، د ولایتونو ترمنځ د تګ لويې لارې يې بندي کړي، له پاکستانه د را اوښتونکو طالبانو د بندولو هڅه وشي، نو په دې ډول به هغوی تر نظامي، مالي او روحي فشار لاندي ونیول شي چې زور به يې نور هم اوبه شي.

زه چې څونه مالومات لرم، د طالبانو په ځپلو کې شپني عملیات او هوایي ګوزارونه خورا زیات موثر دي. دوی څو ځله ادعا کړې ده چې په دې بریدونو کې حکومتي ځواکونه عام خلک وژني، بیا يې پر ښارونو ځانمرګي رامرش کړي دي چې په دې بریدونو موږ د هغو بریدونو غچ اخلو، اما دا ردعمل يې د دې سبب نه شو چې ځانګړي ځواکونه خپل بریدونه کم کړي یا دوی ته د سر پورته کولو موکه ور کړي.

طالبانو په خپلو بریدونو کې عام ولس په نښه کړ، ښارونه يې وسوځول خو امنيتي ځواکونو د خپلو چټکو ګامونو په اوچتولو پر ښارونو د هغوی د بریدونو مخه تر یوه حده ونیوله چې اوس د پخوا په شان بریدونه نه شي کولای او تیر انتخاباتو کې د هغوی پلان شوي لوی بریدونه شنډیدل يې ښه ثبوت دی.

که طالبان سیاسي درایت ولري، نو تر هغه مخکې چې د حکمتیار په برخلیک اخته شي باید له حکومت سره جوړجاړی وکړي، که نن یوڅه زور لري سبا يې دا هم نه پاتېږي، بالمقابل که حکومت نن څونه ارزښت ور کوي سبا يې نه ور کوي، د دې لپاره چې د نورو وینو مخه ونیول شي او هیواد نور تخریب نه شي، طالبان او حکومت باید له خپلو دریځونو راکښته شي او د سولې لپاره دواړه رښتنې قرباني ور کړي چې هم ملت په ارامه شي او هم د جنګ دواړه لوري.

دا جنګ نه د خارجیانو پر ضد دی نه د هغوی په زیان، ځکه طالبانو د خبرو مهال ومنله چې له امریکا سره اوربند کوي، خو له افغان حکومت سره به جنګ، له دې دا ښه په زبات ورسېده چې د طالبانو جنګ د افغان دولت سره دی او وو، تول زیان يې دولت ته رسېږي، هر ګړی ورسره مخ دولتي ځواکونه دي، د امید لپاره دلته یوازی یوه لار پاته ده چې طالبان له افغان حکومت سره خبرې وکړي او دا د کلونو لانجه په خبرو او سوله ییز ډول حل کړي. په دې کې هم د طالبانو خیر دی او هم د افغان دولت.

د ملت پر کورونو که طالبانو ته نن ډوډۍ رسېږي نو سبا هغوی هم ډوډۍ نه شي ور کولای، مخکې تر دې چې افغان امنيتي ځواکونه يې د نیستۍ له ګواښ سره مخ کړي او ملت يې مخ ته ناوړې ور تو کړي، دوی باید خپل راتلونکی درک کړي او د جنګ په دوام زموږ ملت او حکومت له پرمختګونه څخه نور را ایسار نه کړي.

۲۰۱۹/ اکتوبر/ ۷

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *