درنو لوستونکو! په پوهنتون کې د ارواپوهنې استاد په نفس د باور په هکله سمینار د کورنۍ دندې په توګه راکړ. کله مې چې هوډ وکړ چې سمینار جوړ کړم. لمړی مې کتابتون ته مراجعه وکړه، یو کتاب مې په ډېره سختۍ پیدا کړ چې په دې هکله پکې ډېر لږ معلومات وو. وروسته مې چې کله انټرنټ ته مراجعه وکړه، په پښتو ژبه په دې هکله هېڅ ډول معلومات نه وو. نو هوډ مې وکړ چې په دې هکله باید هر اړخیز معلومات په پښتو ژبه پیدا کړم او په انټرنټ کې یې په لیکه کړم، څو له یوې خوا نور قدرمن زده کړیالان ګټه ترې پورته کړي او له بل لوري، دا ما ته یوه ډېره جالبه او اړینه موضوع وه، نو ښه ده چې ټول هېوادوال ترې ګټه پورته کړي او په خپل ژوند کې یې په پلي کولو اقدام وکړي.
د یادولو وړ ده چې له ډېرې مطالعې او څېړنې وروسته مې دغه معلومات برابر کړل چې اوس یې ستاسو په خدمت کې درکوم. د دې معلوماتو یوه برخه له انګلیسي او فارسي ژبې څخه ژباړه شوې او بله برخه یې د تحقیق او څېړنې نتیجه ده. نو هیله ده چې پوره ګټه ترې واخلئ.
سریزه

آیا تر اوسه مو فکر کړی دی چې ولې په ځینو کارونو کې بریالي یاستئ او په ځینو کې بیا چې هر څومره هڅه کوئ، نه بریالي کېږئ؟ د دې پوښتنې اصلي ځواب په نفس د باور نشتوالی دی. یعنې به نفس د باور نشتوالی په کارونو کې د ناکامۍ له لویو لاملونو څخه ګڼل کېږي.
په نفس باور د انسان د شخصیت د هغو ځانګړنو له ډلې څخه دی چې له کوچنیوالي څخه د روزنې او ټولنې تر فرهنګ لاندې په شخصیت کې پيدا کېږي او د کلونو په تېرېدو سره د پخوالي او بلوغ مرحلې ته رسي. کورنۍ، چاپېریال او د ژوند کولو ډول هغه اړین لاملونه دي چې د نفس د باور په لوړوالي یا ټیټوالي کې رغنده رول لوبوي. په نفس باور د احساساتو سره؛ لکه خوش بیني (مثبت لیدلوری) رضایت او له ژوند څخه د خوند اخیستلو سره معنوي اړیکه لري. پس ویلی شو چې په نفس باور د فردي ټولنیز بریالیتوب، رواني او جسمي جوړوالي، د افرادو سره سالمې اړیکې، د رضایت احساس، خوشحالۍ او ټولنیز امنیت سره مستقیمه اړیکه لري.
یوه خوشاله، پرمختللې او بریالۍ ټولنه ډېری له هغو کسانو څخه جوړه وی چې په نفس باور یې لوړو پوړیو ته ختلی وي. هغه کسان چې په نفس باور یې کم وي، هغوی په حقارت، وروسته والي او د خپل ځان په پردیتوب اخته کېږي. او نتیجه یې د فقر، ناکامیو، ناروغیو او فردي ټولنیزو انحرافاتو پیلامه ده.
اوس به لمړی په دې خبرې وکړو چې هغه څوک چې په نفس یې باور لوړ دی، څه ځانګړنې لري. او هغه څوک چې په نفس باور نه لري او یا هم کم دی، هغه څه ځانګړنې لري. وروسته به په دې خبرې وکړو چې څنګه کولی شو په خپل نفس باور لوړ کړو.
په نفس د لوړ باور درلودونکی شخص څوک دی؟
په نفس باور: د خپل ځان په ټولو وړتیاوو؛ لکه: ذهني، عاطفي، جسمي او ټولنیزو وړتیاوو ډاډ درولودل او د هغوی پېژندل دی. په نفس د لوړ باور لرونکی شخص د لاندې ځانګړنو درلودونکی وی:
- په زیاتره چارو کې کولی شی په ښه توګه خپل عملي هوډ ونیسي او هغه ترسره کړي.
- کله یې چې هوډ وکړ، بیا د خپل هوډ د سرته رسولو لپاره تر وروستي بریده هڅه کوي.
- ډېری چارې موفقانه او په بریالیتوب سره ترسره کوي.
- له خلکو څخه د خپل حق په غوښتلو کې قاطع وي.
- د خلکو په یوه ټولي کې خبرې کول ورته آسانه وي.
- خپل شتون ته ارزښت ورکوي او د خپل ځان احترام کوي.
- له نورو سره مناسبې متقابلې اړیکې لري.
- خبل ځان کم نه ګڼي، او د هر کار کولو وړتیا په ځان کې ويني.
- مبتکر وي، او په چارو کې خوش بین وی(تل مثبت لیدلوری لري)
- د هر کار مسؤولیت اخلي.
- د رهبرۍ څرک پکې لیدل کېږی، یعنې کوم کار چې وروسپارل شي، په ښه توګه یې رهبري او اداره کولی شي.
- لهجه یې صریحه، او نرم ژبی وي.
- د ژوند په چارو مسلط وي.
- تېرېدونکی او بښونکی وي.
- د ژوند د سختیو په وړاندې زړور او بې باکه وي.
- د هیلو ډېوې یې ډېرې ځلانده وي.
همدارنګه هغه څوک چې په خپل نفس یې باور لږ وي او یا یې هېڅ نه لري. د دې ضد ځانګړنې لري، چې په لنډه توګه ورته په لاندې ډول نغوته کولی شو:
- د چارو په ترسره کولو کې په خپله هوډ نشي نيولی، تل لار ورکی وي، او بل چا ته یې سترګې نیولې وي.
- که کله هم هوډ وکړي، بیا یې په ترسره کولو او پای ته رسولو کې پاتې راځي.
- کله چې چارې وروسپارل شي په بریالیتوب سره یې نشي ترسره کولی.
- خپل حق نشي غوښتلی
- په یوه ټولې کې ورته خبرې ډېرې زیاتې ستونزمنې وي.
- خپل شتون ورته ارزښت نه لري.
- له نورو سره په اړیکو جوړولو کې پاتې راځي.
- خپل ځان کم ویني، او یو ډول کمښت په ځان کې احساسوي.
- مبتکر نه وي، د نورو پلانونه پلي کوي، او د هر کار په ترسره کولو کې بدبین وي.
- په وضاحت او فصاحت سره خبرې نشي ترسره کولی.
- د ژوند په چارو کې تل له ستونزو سره مخ وي.
- بښونکي او هېرونکی نه وي، یعنې په زړه کې یې کینه تر ډیره وخته پاتې کېږي.
- د ژوند د سختیو په مقابل کې ډېر اندېښمن وي او په ډار ورسره مخ په وړاندې ځي.
- د رهبرۍ څرک نه پکې لیدل کېږي.
- د کار مسؤولیت نه اخلي، که د کوم مسؤولیت هم ورکړل شي، په رهبرۍ او ترسره کولو کې یې پاتې راځي.
- د هیلو ډېوې یې مړې وي، یعنې په ژوند کې یې د هیلو خزانه په نشت حساب وي.
- د یو کار په ترسره کولو کې د شرم احساس کوي.
- تل منفي لید لوری لري. یعنې د هر کار په ترسره کولو کې منفي فکر لري.
اوس به په دې فکر وکړو چې څنګه له ځان څخه هغه ځانګړنې چې په نفس د لږ باور لرونکي خلک لری، له ځان څخه ورکې کړو. او څنګه کولی شو چې په نفس لوړ او قوي باور ولرو.
د دې کار دې ترسره کولو لپاره ډېرې لارې چارې دي.خو دلته یې زیاتو ګټورو او اړینو لارو چارو ته په لنډه توګه داسې اشاره کوو.
لومړی:
له هر څه نه مخکې کاملاْ او په ټوله مانا سره په ځان کې دا حس پیدا کړئ چې باید به نفس باور لوړ او تقویه کړم. دې کار ته په خپلو ټولو چارو کې د یو اصلي او اړین توکي په سترګه وګورئ. او په لاسته راوړلو کې یې هېڅ ټنبلي مه کوئ. په لمړۍ اوونۍ کې مکرراْ له ځان سره وایئ: ((زه په ټوله مانا سره غواړم په نفس لوړ باور ولرم)). انسان یو بدلېدونکی موجود دی، هر ډول چې وغواړې، همغسې کیدی شي؛ نه تنهاد دا چې بدلېدونکی موجود دی، بلکه د انسان ذهن او خواهشات د بدلون کولو یو فوق العاده وړتیا لري او تل غواړي چې بدلون ومومي. ډېری داسې خلک وو چې له بې وزلۍ، بېچاره ګۍ او په نفس له ټیټ باور څخه یې سر ټکولو، خو د همدې هوډ په واسطه یې وکولی شول چې په نفس د لوړ باور وروستیو پوړیو ته یې ځان ورسولو.
په یاد ولرئ چې په نفس باور یو پټ او دننه احساس دی، بناءْ د دې د راښکاره کولو لپاره لوړې زړورتیا او شجاعت ته اړتیا ده. بله اړینه خبره دا ده چې به نفس د باور د لوړولو لپاره علاقه مندي ډېره کړئ. او دا د ځان لپاره یوه اساسي موضوع وګڼئ. په خپل بریالیتوب باور او ایمان ولرئ، ايمان ستاسو بریالیتوب ته لاره هواروي.
دویم ــــــــــــ خپلو خبرو کولو، کړنو او هوډ نیولو ته باور وربښل:
هر کله چې د یو کار د ترسره کولو لپاره هوډ کوئ، د پای ته رسولو او نتیجې اخیستلو لپاره یې جدي هڅې وکړئ. په نفس د لوړ باور درلودونکي کسان کله چې هوډ ونیسي، تر هغې پړاو پورې یې په ترسره کولو او پای ته رسولو کې منډې ترړې کوي، تر کومه برېده چې شونې وی. هغوی د خپل هوډ او تصمیم د ترسره کولو لپاره ځانګړې قوه لري، یا په بل عبارت؛ دوی د ښې ارادې لرونکي کسان دي. اراده د بریالیتوب ډېره اړینه ځانګړنه ده. د خپل بریالیتوب لپاره باید د دغه ځانګړنې د تقویت لپاره رغنده ګامونه واخلو.
هر کله مو چې یو هوډ نیولو، آګاهانه عمل وکړئ، او کله مو چې د یو کار مسؤولیت په غاړه اخیست، به لمړي پړاو کې په ذهنی کې دا انځور راولئ چې تاسو دغه کار ترسره کولی شئ یعنې خوشبین اوسئ، وروسته یې بیا د بریالیتوب او ناکامۍ په هکله غور کوئ.
د یو کار مسؤولیت اخیستل ډېر آسانه دي خو پای ته رسول یې ډېر اړین دي. د هغو کسانو بېلګې لږ نه دي چې د ډېرو لویو لویو کارونو مسؤولیت په غاړه اخلي، ولې بیا هماغه کار په لمړیو کې او یا هم په نیمایي لار کې پرېږدي، چې په نتیجه کې د وخت له ضایع کولو پرته بل هېڅ څه په لاس نه ورځي.
د بریالیتوب راز په خپل هوډ کې مقاومت کړل او هغو ته د قدر او اهمیت په سترګه کتل دي. که دلویو او بریالیو خلکو ژوند ته لنډ فکر وکړو، هغوی ډير متعهد او په خپل هوډ کې پوره مقام دي، او ارزښت ورته ورکوي.
دریم ـــــــــــ د جسماني او رواني قدرت سالموالی:
په نفس د باور بل ډېر اړین لامل جسمي او رواني قدرت او سالموالی دی. هغه کسان چې په ناروغۍ او جسمي ضعف اخته دي، په خپل نفس باور ورو ورو له لاسه ورکوي؛ پس باید د دغې عواملو ته هم په جدي توګه پاملرنه وشي.
آسانه سپورټونه او تمرینونه کولی شي د انسان په سالموالي او جسماني قدرت کې رغنده رول ولوبوي. ځغاسته، د رسۍ لوبه، په غره ختل او دې ته ورته نور آسانه سپورتي حرکتونه کولی شي په دې هکله اړین رول ولوبوي.
بناءْ سر له اوس څخه نیم ساعت سهار او/یا نیم ساعت د ماښام لخوا د تمرین کولو لپاره زمینه برابره کړئ او جدي هوډ ونیسئ. خو لکه څرنګه مو چې مخکې وویل د هوډ عملي کول اړین دي. په همدې ځای کې په خپل نفس باور و آزمویئ، یعنې تجربه وکړئ چې د تمرین کولو هوډ مو وکړ. وګورئ چې ترکومه بریده دغه هوډ پلی کولی شئ. که مو تمرین کولو ته په کلونو کلونو ادامه ورکړه په دې مانا چې تاسو په خپل نفس لوړ باور لرئ او که دا هوډ مو یواځې د دوو ورځو لپاره ؤ، نو پوه شئ چې په نفس مو باور ډېر لږ دی.
څلورم ــــــــــــ د قبلولو قدرت، مثبت فکر کول او د هر کار ترسره کولو ته مثبت ځواب ورکول:
د واقعیتونو او پېښو د قبلولو قدرت په ځان کې تقویه کړئ.او دا زده کړئ چې که یو لوی شی مو په ژوند کې نه بدلېدونکی وي، ځنګه له هغې سره ځان عیار کړئ او تطابق ورسره وکړئ.
له هر انسان څخه غلطي او ګناه کېږي. له غلطۍ کولو وروسته هېڅکله هم خپل ځان مه تحقیروئ او ځان ته په سپکه سترګه مه ګورئ. بلکه له خپلو غلطیو څخه زده کړه وکړئ او لوی لوی درسونه ترې واخلئ. همدارنګه خپل ځان او نور د غلطۍ له ترسره کولو وروسته وبښئ، بښونکي اوسئ.
تل د کلمو، عبارتونو او جملو په اورېدلو سره مثبت فکر کوئ، او په اورېدلو سره یې خپل ځان او نورو ته هیلې او انرژي ورکوئ. تل خپل ځان ته په مثبت سترګه ګورئ.
روغ، پر انرژي، خوښ، خوږ ژبی، د نفوذ خاوند، ټولنیز، ژوندی زړه لرونکی، زوړر، بې پروا، قناعت کوونکی، قوي، مقاوم، بښونکی، هڅاند، هیله مند، راضي، خوشاله، صبور، ښکلی او مینه لرونکی اوسئ.
پنځم ـــــــــ دیافراګمي تنفس وباسئ:
د ورځې په اوږدو کې، هر کله مو چې چانس پیدا کولو، آرام او ژور (په دیافراګمي توګه) تنفس وباسئ. دیافراګمي تنفس ډېرې ګټې لري. له ورځنیو تمرینونو او لوبو وروسته لږ تر لږه په اونۍ کې دوه دری ځلې دا عملیه ترسره کوئ. د دیافراګمي تنفس له ګټو څخه کولی شو؛ د آرامۍ احساس او د قدرت او انرژۍ زیاتېدل د بېلګې په توګه یاد کړو.
شپږم ــــــــــــ عامل (ترسره کوونکي) او هڅاند اوسئ:
تل د خپل ځان په زیار، هڅه، همت او کوښښ حساب وکړئ. په کې ستاسو همت او هڅه خپله تاسو یاست. په خپل ځان تکیه یو اصل وګڼئ. د نورو دا دنده نه ده چې تاسو ته سروېس او خدمت وکړي، او که احتمالاْ درته کوي یې هم؛ دا د دوی یوه مهرباني او مینه وګڼئ. هر څوک د خپل ځان لپاره مسؤول او متعهد دي.
نورو ته ایله او انتظار مو حد اقل ته ورسوئ. زموږ په ټولنه کې د هغو خلکو سلنه تر ټولو زیاته ده چې تل یې نورو ته سترګې نیولې وی. بل ته تمه، له بل څخه د خدمت کولو او تشکر ویلو هیلې زموږ د ژوند د بدبختیو لوی لامل دی. او همدا ده چې زموږ به نفس باور یې د دوزخ کندې ته غورځولی دی. په یاد ولرئ چې غنم له غنمو څخه په لاس راځي، او وربشې له وربشو څخه، پس هېڅکله د ګنج هیله پرته له رنج څخه مه لرئ.
اووم لوست ــــــــــــــ تر څو پورې چې کولی شئ ښه اخلاق کوئ او تل مو په شونډو موسکا او خندا خوره کړئ:
نېک اخلاق زړونو ته د لارې پیدا کولو کلۍ ده. نېک اخلاق د غلطې ګټې اخیستنې وسیله نه ده. انسان باید د نېکو اخلاقو تر څنګ باید ځان ته داسط غوڅه او د اصولو سره سمه لاره غوره کړي، چې نور خلک د ده له نېکو اخلاقو څخه ناوړه ګټه پورته نه کړي.
خندا او موسکا هغه اړین توکي دي، چې د یو شخص ستړیا او ناآرامي له منځه وړي. خندا به نفس د باور د لوړوالي یو لوی لامل دی. د یادولو وړ ده چې د ارواپوهنې زیاتره پوهان په دې اند دي چې باید د خپل ژوند یوه برخه ټوکو، شوخیو او ساتېریو ته ځانګړې کړو. په خپل چاپېریال کې له داسې خلکو سره اړیکه ولرو چې ډېر خاندي او له هغو سره وخاندو، خندا لرونکې کیسې ولولو، کمېډی فلمونه وګورو او تر ټولو اړین؛ دا باید په یاد ولرو چې: که موږ خندا جدي او منفي وګڼو، زموږ ژوند به ډېر زیات تریخ شي.
آتم ــــــــــ خپلې غوښتنې مشخصې کړئ:
هغه کسان چې په نفس قوي باور لري، له خپلو غوښتنو څخه خبر دی، مشخصې او ځانګړې کړې یې دي، او ډېری همدا کسان یې خپلو هیلو او غوښتنو ته رسېدلي دي. متین عظم په هوډ نیونه کې زړورتوب دی. اندېښنه او وېره له ځان څخه لرې کړئ. خپلې غوښتنې او موخې مشخصې کړئ. او هغو ته د رسېدلو لپاره هوډ وکړئ او پلانونه ورته جوړ کړئ.
لنډمهاله او اوږدمهاله پلانونه مو سره ترتیب او ووېشئ. او هغو ته د رسېدو وخت مو ډېر عاقلانه او په هوښیارۍ سره وټاکئ. هر څومره مو چې پلانونه واقعیت ته په کتلو سره جوړ کړي وي او هیله او هڅې مو ډېرې وي. په همغو اندازه به مو د بریالیتوب تله درنه وي.
نهم ـــــــــــ ورځني کارونه مو د پلان له مخې ترسره کړئ:
په ورځنیو کارونو کې ناکامي، بې نظمي، بې پلانه مخکې تګ او بې ځایه تعهدات د انسان په نفس باور ماتوي او له منځه یې وړي، ځکه په ورځنیو کارونو کې د پرته له پلان څخه مخکې تګ د انسان د ناکامیو لامل کېږي او دهمدغې ناکامیو مجموعه د انسان د بې باورۍ، د بې اراده ګۍ او بلاخره د انسان د نفس د باور د له منځه تلو سبب کېږي.
د ورځنیو کارونو لپاره د پلان جوړولو یوه تر ټولو آسانه لاره دا ده، چې دا د ځان عادت وګرځوئ. هر کله مخکې له دې چې د شپې له خوا ویده شئ، د کاغذ پر مخ یادښت وکاږئ چې سبا ته باید کوم کوم کارونه ترسره کړئ. وروسته له یاددښت د مهموالی او وخت پر اساس یې طبقه بندي کړئ، یعنې هر کار چې ډېر اړین دی هغې ته اولویت ورکړئ. او د ترسره کولو لپاره یې تقریبي وخت وټاکئ.
ډېرې نورې لارې چارې هم شته، چې د ټولو لوستل به یو څه د ستړیا لامل شي، خو څو نور اړین یې هم په لاندې توګه لېست کوو.
v تل په لوی خدای (ج) عقیده ولرئ. او هره چاره د لوی خدای (ج) په توکل سره ترسره کړئ. په خدای (ج) توکل هېڅکله له یاده مه وباسئ.
v مه وېرېږئ! او ځان ته بدلون ورکړئ؟
v تل مثبت تفکر ولرئ.
v خپل ځان ته احترام ولرئ.
v خندا د ځان عادت وګرځوئ، البته مناسب
v د خپل ځان په پېژندګلوۍ او بل ته په احترام کې هېڅکله خپل ځان مه سپکوئ. (یعنې د ډېرو د چاپلوسۍ له کلمو څخه ډډه وکړئ؛ لکه: نوکر دې یم، د پښ خاوره دې یم….).
v قناعت کوئ.
v خپله ماتې قبلوئ او له ماتې وروسته لوی درس ترېنه اخلئ.
وروستي وړاندیزونه:
– دقیقاْ مشخص کړئ، چې څه غواړئ؟ تر کومه بریده؟
– له داسې شخص څخه د مرستې غوښتنه وکړئ، چې ډاډه وی چې مرسته درسره کوي.
– د غوښتنې په وخت کې د مقابل شخص ګټې هم وسنجوئ.
– پټې او مبهمې خبرې مه کوئ، خپلې خبرې او غوښتنې واضح رڼې او سپینې ووایئ.
– کلکې او جدي خبرې کوئ.