که څه هم ننګرهار میدیوتیک زیاتره علمي، ادبي او ژورنالیستیک فعالیتونه ترسره کوي، خو په دې وروستيو کې يې دسيمې له ځينو نورو خيريه ټولنو سره په همغږۍ دادارې او منیجمنټ او ډيپلوماسۍ کار ته هم ګوتې اچولې دي. په دې ترڅ کې دمثبت بدلون ټولنې په مرسته په ميديوتيک دفتر کې په اوونۍ کې درې ورځې دژورنالیزم زده کړو کورس تازه پیل شوی او علاقمندان يې په خورا مینه او دلچسپۍ په زده کړو کې ګډون کوي.
نن په ننګرهار میدیوتیک کي د مثبت بدلون د ټولني لخوا د ژورنالیزم د زده کړي تدریس وشوه چي په لاندي موضوعاتو بحث وشوه.
مرکه او مرکي تعریف ؟
مرکی برخي؟
دمرکي ډولونه؟
او په عمومي ټوګه مرکه د مختوا له مخي ؟
مرکه د شکل له مخي ؟
د تخنیکي وسایلو له مخي ؟
ننګرهار رسنیز کور