د جلالکوټ ادبي خوځښت اعلامیه

جلالکوټ ادبي خوځښت د روانې غویي میاشتې په پینځمه د جمعې پرورځ د ننګرهار د فرهنګي وضعیت او خپلو کاري پلانونو په اړه اوږده مشورتي غونډه وکړه.

په غونډه کې د خوځښت مشر ارشاد رغاند د ټولنې د مشورتي شورا نوي پلانونه او پریکړې له خوځښتوالو سره شریکې کړې،چې پرې له بحث او خبرو وروسته ځینې پریکړې ترسره شوې.

د دې پریکړو مهمې یې دا وې:

– خوځښت به له دې وروسته خپله زیاته پاملرنه د نوو نوښتګرو فعالیتونو خوا ته اړوي او په دې برخه کې به د خپلو نوو پلانونو تقویه کیدو او عملي کولو ته کارکوي.

-که څه هم خوځښت په ننګرهارکې د اونیزو او منظمو غونډو د ډېرکم ساري دوام نیږدې څلورکلنه او د ځوانې رهبرۍ بریالۍ تجربه او ویاړ لري،خو په وروستیو کې په یوه وخت او ورځ د هم مهاله څو اونیزو غونډو او ټولنو د فعالیت له کبله ښه ګڼي،چې خپلې اونیزې غونډې ودروي.

د دې پریکړې لوی سبب د خوځښت د پیل له شرایطو سره د اوسنیو شرایطو توپېردی،خوځښت په یوه خاموشه فضا کې ادبي سکوت مات او لسګونه ځوانان پرادبي چرګۍ را ټول کړي وو،خو اوس له دوی څخه په الهام اخیستو سره نوو ځوانانو څوځایه هم مهاله اونیزې غونډې پیل کړي.

د دې لپاره چې د اونیزو فعالیتونو په برخه کې له خوځښت څخه وروسته رامنځته شوې ټولنې له خوځښت سره تریوه ګډ نوي او ټولمنلي چترلاندې فعالیت ولري،د خوځښت مشرتابه خپلې ممکنه هڅې کړي،خو له بده مرغه چې له دغو هڅو سره سمه همکاري نه ده شوې.

د خوځښت غړو د دې هڅو پردوام له ټینګار سره پریکړه وکړه،چې د ځوانو فرهنګي ټولنو د مشرې او الهام بښونکې ټولنې په توګه به د پراخې او موثرې فرهنګي همغږۍ لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي او د اونیزو غونډو او نورو فرهنګي فعالیتونو په ترسره کولو کې به له دوی څخه د غوښتنې په ترڅ کې ټولو ټولنو سره په بې طرفه ډول لازمې همکارۍ او د دوی ترمنځ د منځګړي رول لوبولو ته ژمن وي.

 خوځښت د نیږدې څلورکلن فعالیت په ترڅ کې څه کم ۱۸۰  اونیزې غونډې او ترشلو ډېرې ځانګړې لویې غونډې کړي،چې د کتابونو د مخکتنو ترڅنګ لویې غونډې یې په ملي کچه د مهمو مسایلو اړوندې وې،په دې برخه کې د جګړې،فساد او د پاکستان د توغندیزو بریدونو خلاف لویې غونډې یادولای شوو.

جلالکوټ ادبي خوځښت له خپلو ټولو خواخوږو او فرهنګیانو څخه هیله لري،چې د دې پریکړو مطابق په ننګرهارکې د فرهنګي هڅو د انسجام او لا پیاوړتیا لپاره یې ملګري او د نوو سراسري پلانونو مرستندوی شي.

خوځښت پرمبتکرو او متفاوتو فرهنګي هڅو د یوې باورمندې ټولنې په توګه هیله منه ده،چې د اونیزو غونډو د توقف قرباني ورکول به یې د ننګرهار پرفرهنګي بهیرښې اغېزې وکړي،که خدای مه کړه دا ښې هیلې پوره نه شي،خوځښتوال به په راتلونکي کې په دې اړه بیا پرخپلې پریکړې له سره کتنه کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *