‎دننګرهار ولایت د جلا اباد ښار دنازو انا دنجونو لیسې نوې ودانۍ له جوړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د ښوونځي نوې ودانۍ۱۶ درسي ټولګي،  ۸ اداري خونې، د اوبو څښلو څاه، د زده کوونکو لپاره مېز او څوکۍ او نورې اړینې اسانتیاوې لري، چېد یو کال په موده کې جوړه شوې ده.‎
په نوې ودانۍ ۲۲۶ زره ډالره  لګښت راغلی، چېد فرانسې هیواد د افرن موسسې لخوا ورکړل شوي دي. پر دې سربېره ددې موسسې له لوري له یاد ښوونځي سره د ۱۸ پایې کمپیوټرونو مرسته هم شوې ده.
د نازو اناپه ښوونځي کې دا مهال څه باندې۲۵۰۰زده کوونکي پر زده کړو بوختي دي، چې د نوې ودانۍ له پرانېستو سره ورته خوندي تدریسي چاپېریال برابر شو.
د ودانۍ د پرانېستې په تړاو جوړو شویو مراسمو کې د ننګرهار ولایت مقام مرستیال،د پوهنې رییس، د دولتي ادارو یو شمیر مسوولینو، قومي مشرانو، ښوونکو او زده کوونکو ګډون درلود.‎

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *