دیکشنبې په ورځ د ۱۳۹۳یم لمریزکال دمیزان میاشتې پر۲۰مه نېټه په ننګرهار میدیوتیک کې دځوانانو، مدني ټولنو او فرهنګي شخصیتونو له خوا په یوه غونډه کې دمخدره موادو دمخنیوي په هدف دیوه نوښتګرانه پروګرام پیل وشو.

ددې پروګرام په لړ کې په یوه لیکلې پرېکړه لیک کې سیمه ییزوخلکو،  ځوانانو او مدني فعالانو دمخدره موادو دمخنیوي لپاره دګډې هڅې په کولو لاسلیکونه وکړل او ټولو په دې توګه وغوښتل، چې دمخدره موادو په ضد مبارزه کې راګډ شي.

په دې پرېکړه لیک کې راغلي، چې موږ ټول مخدره مواد نه کاروو، هرچیرې چې یې وینو مخنیوی یې کوو. په خپلو کورونو ، جوماتونو او مارکیټونو کې خلک دمخدره موادو دکارونې پرضد کمپاین ته هڅوو. اړونده حکومتي ادارې هم متوجه کوو، چې په دې ترڅ کې خپلې دندې په سمه توګه ترسره کړي…. دیادونې وړ ده، چې دا هڅه دمثبت بدلون ټولنې دمشرتابه په غوښتنه او دننګرهار میدیوتیک په هڅه په کار اچول شوې ده.

ننګرهار رسنیز کور

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *