د ولسمشرۍ د دویم پړاو ټاکنو ته د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي، په دې ټاکنو کې د ګډون لپاره ټول هېوادوال په ډېره مینه او شوق لېوالتیا ښيي. ننګرهار چې د هېواد له ګن مېشتو ولایتونو څخه دی او د ټاکنو په پایله باندې ډېر اغېز لري که چېرې دویم پړاو کې يې امنیتې ستونزې په پام کې ونه نیول شي نو کېدای شي د دې ولایت د خلکو او قومونو روا هیلې او ارزوګانې له خاورو سره خاورې شي. د ننګرهار ولایت زیاتې ولسوالۍ د ډېورنډ له کرښې سره په پوله پرتې دي مخالفان په اسانه کولای شي، چې د ټاکنو د بهیر له ستونزو سره مخامخ کړي. همدا اوس په اکثره ولسوالیو کې مخالفان په رڼا ورځ ګرځي راګرځي.

لارو او سرکونو ته راوځي، تالاشي او عملیات کوي، پردې اساس په ځینو ولسوالیو کې د واک ساحه د ولسوالۍ تر مرکزه را رسېدلې ده. د ولسوالۍ مسوولین هم د خپل سر د ساتنې لپاره په غیر مستقیم ډول له مخالفانو سره لارې جوړې کړې دي، هغوی ته پیسې او وسلې لېږي. مخالفان هم د داسې چارو د کمزورتیا نه ګټه اخلي خلک د ځان تطمیع کوي، عشر او زکاتونه ترې ټولوي ولس د چارواکو او مخالفانو دواړو ترمنځ کې راګېر دی.

د تېښتې لار ترې ورکه ده. د ننګرهار محترم والي د خپلې دندې په پیل کې د ننګرهار له خلکو سره دا ژمنه هم کړې وه، چې په دې ولایت کې به تر هر څه لومړی امنیت راولم، فساد او رشوت به له منځه وړم. وايي، چې ډېوې لاندې تیاره وي.

دا رښتیا خبره ده، چې په ننګرهار کې ډاډمن امنیت نشته د فساد او رشوت لعنت په حقیقت سیوری اچولی دی. نا امنۍ هم په هغه سیمو باندې وزرونه خواره کړي دي، چې د کوکنارو کښت په کې رواج شوی او د مخالفانو ډلو او سیلونو ورته مخه کړې ده.

که په ننګرهار کې دا حالت همداسې دوام ومومي. نو کېدای شي، چې د دې ولایت په ځینو ولسوالیو کې د دویم پړاوو پوره ټاکنې ونه شي. زه د خپلې خبرې د روښانتیا لپاره د ننګرهار ولایت د کوټ ولسوالۍ مثال راوړم.

کوټ په ننګرهار کې هغه ولسوالي وه، چې ډېر ښه امنیت يې درلود، سږکال او تېر کال په کې په زیاته کچه کوکنار وکرل شول، کوکنار او طالبان دواړه یو له بل سره لازم او ملزوم دي.

اوس دا ولسوالي په نا امنه ولسوالۍ بدله شوې ده. د ولسمشرۍ په لومړي پړاو ټاکنو کې يې پنځلس ټاکنیزو مرکزونو کې یوازې په څلورو مرکزونو کې نیمګړې ټاکنې وشوې. شل زره کسان په دې ولسوالیو کې له رایه محروم شول د دې کار ټول مسوول د دې ولسوالۍ ولسوال دی؛ ځکه د دې ولسوالۍ اوسنی ولسوال له خلکو سره ښه سلوک او رویه نه لري، خلک ورته ټول خفه دي. نوموړی ځان خان او امیر بولي نه د خلکو خادم، د همدې خان صاحب په برکت په کوټ کې د طالبانو ولسوالي فعاله شوې ده، اکثره فیصلې د طالبانو په ولسوالۍ کې کېږي. د دې لپاره، چې د دویم پړاو ټاکنې په ښه ډول سرته ورسېږي، امنیت راشي، د ننګرهار له جناب والي صاحب څخه د کوټ د ټولو خلکو دا هیله ده، چې ژر تر ژره د کوټ ولسوال برطرف کړي او پر ځای يې یو مصلح او پوه کس وټاکل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *