تاند- د ننګرهار د پرونۍ /سې شنبه/ د انتحاري جملې د تلفاتو شمېر ۶۸ تنو ته ورسېد. د دې حمې د ټپیانو شمېر شاوخوا ۱۶۸ تنه ښودل کېږي.

لا هم کومې ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

مخکیني خبرونه

ډاکتران وايي چې د ځینو ټپیانو حال نازک دی نو احتمال شته چې د تلفاتو شمېر زیات شي.

د ننګرهار د والي ویندوی عطاالله خوږیاني د ۳۲ تنو وژل کېدا او د ۱۶۸ نورو ټپي کېدا تایید کړه.

خو د ولایتي شورا یو غړی سهراب قادري ادعا لري چې ۵۶ تنه وژل شوي او ۴۳ نور ژوبل دي. قادري دا هم وویل چې روغتون ته د ټپیانو په لېږدولو کې له دې کبله زیات ځنډ پېښ شو چې د بلې انتحاري حملې وېره خپره شوه.

په ننګرهار کې انتحاري حملې لږترلږه ۲۰ تنه وژلي او همدومره نور ژوبل کړي

تاند- په ننګرهار کې نن /سې شنبه/ په یوه لاریون کې انتحاري حملې لږترلږه ۲۰ تنه وژلي او ګڼ نور ژوبل کړي دي.

د ننګرهار د والي ویندوی عطا الله خوږیاڼی وايي، د لومړنیو معلوماتو له مخې، د ټپیانو شمېر تر ۲۰ زیات دی.

ده دا هم وویل چې دا برید د جلال اباد – تورخم د لویې لارې په اوږدو کې د مومندرې ولسوالۍ په ډکې سیمه کې د ماسپښین په یوه بجه وشو.

په دې سیمه کې له نن سهار څخه شینوارو مظاهره پیل کړې وه او د اعتراض لپاره یې خیمې درولې وې.

د ولایتي شورا یو غړی سهراب قادري وايي چې د وژل شویو او ټپیانو شمېر شاوخوا ۵۰ تنو ته رسېږي.

رویټرز خبري اژالنس د وژل شویو شمېر ۲۲ او اسوشیتید پریس او واشنګټن پوست ۲۹ تنه ښيي.

د ننګرهار چارواکي وايي چې انتحاري برید په هغه لاریون کې وشو چې د یوه سیمه ییز پولیس قوماندان پر ضد شوی و.

تراوسه پورې کومې ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی خو دا ډول ړانده بریدونه عموماً داعش یا اسلامي دولت ډله کوي.

د مرګ ژوبلو د شمېر د زیاتېدو احتمال شته. دا خبر تازه کېږي.

One thought on “د ننګرهار د انتحاري حملې د مرګ ژوبلو شمېر تر ۲۶۰ واوښت”
  1. د داعشیت و وهابیت و سلفیت ونورو وحشت کې هیڅ شک نه شته، خو ستونزه تردې ژوره ده. ستونزه په خټه کې د پښتون عام وژنه ده چې ترهغو ضعیف شي چې جهاني متحد ښکیلاک په وړاندې د افغانستان له مالکیت تیر شي او مطلق تسلیم شي. اوس که افغانستان کې د ښکیلاک پښتانه مامورین چې هسې هم په حکومتولۍ کې ناکام شوي، خپلې اسمي څوکۍ ګانې په خطرکې واچوي او د پښتون حداقل بشري بقا لپاره د نړیوال ښکیلاک خونړي کمپاین ضد سیاسي بغاوت وکي چلنج یې کي مطمین یم چې له ښکیلاک لاره ورکیږي او n جینوساید کمپاین په سیاسي لحاظ په ملا ماتیږي او له پښولویږي د دغه کمپاین ضد پوځي لاره نشته.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *