تاند- د ننګرهار ولایت د نن ورځې په انتحاري حمله کې ۳ تنه وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.
د ننګرهار امنیه قومندانۍ ویندوی حضرت حسین مشرقیوال وویل، دا برید تر غرمې مخکې په بهسود ولسوالۍ کې هوايي ډګر ته نژدې د بهرنیو ځواکونو پر کاروان وشو.
مشرقیوال وايي چې په پېښه کې څلور وژل شوي او ۱۲ ټپیان عام لارویان دي.
طالبانو د دې حملې مسوولیت په غاړه اخیستی او ویلي یې دي چې بهرنیو پوځیانو ته یې مرګ ژوبلې اړولي دي.
خو د غوڅ ملاتړ قواوو تردې دمه خپلو پوځیانو ته د مرګ ژوبلو د اوښتو په اړه څه نه دي ویلي.
پرون څلورو انتحاریانو د بلخ ولایت د استیناف څارنوالۍ پر ودانۍ برید وکړ چې ۱۰ تنه یې ووژل او ۶۶ نور یې ژوبل کړل.
همداراز پرون په خوست کې چاودنې ۱۲ تنه ژوبل کړل.
ویل کېږي چې د نورو کلونو په شان د هوا له تودېدو سره طالبان له پاکستانه د افغانستان په لور راوان دي او بریدونو ته زور ورکوي.