تاند- په ننګرهار کې د ماین په یوه چاودنه کې د شاوخوا شپږو کسانو له وژل کېدو وروسته خلکو د چاودنې عاملان ونیول او د یوه کور ته یې اور ورته کړ.

د سیمې اوسېدونکو رسنیو ته وویل چې نن سهار د اچین ولسوالۍ په عبدلخېلو کې د ملکیانو د یوه سراچه موټر په لاره کې له لېري د کنټرولېدونکي ماین چاودنه وشوه خو کله چې خلک د پېښې ځای ته راټول شول، دوهمه چاودنه وشوه. د ولسوال له لوري له لومړنیو معلوماتو سره سم ۳ تنه ملکیان وژل شوي او لس نور ژوبل دي.

د ننګرهار د والي ویندوی ضیا عبدالزي وویل چې په دواړو چاودنو کې ۱۳ تنه وژل شوي یا ټپیان دي. د ده په وینا ټوله مرګ ژوبله ملکیانو ته اوښتې ده.

«نن سهار نژدې لس بجې د اچین ولسوالۍ په عبدلخېلو په ساحه کې پر یو ملکي موټر چاودنه وشوه خو کله چې زموږ وطنوال د پېښې له قربانیانو سره د مرستې لپاره د چاودنې ځڅای ته ورغلل، بله چاودنه وشوه»

خو د سیمې اوسېدونکي وايي چې دوو ټپیانو، چې وضعیت یې ښه نه و، وروسته ساه ورکړه. او په دې توګه د تلفاتو شمېر ۵ تنو ته ورسېد.

د سیمې یوه قومي مشرملک بهادر رسنیو ته وویل چې له پېښې لږ وروسته د عبد لخېلو د سیمې اوسېدونکو دوه تنه د بمونو له ریموټ کنټرول سره یو ځای ونیول چې اوس هم د عبدالخېلو له قوم سره بندیان دي.

د ده په وینا په نیول شویو کسانو کې یو د سیمې اوسېدونکی دی او د قوم په فیصله یې کور ته اور واچول شو.

د عبدالخېلو قومي مشران اوس په دې خبرې کوي چې نیول شوي کسان حکومت ته وسپاري او که په خپله سزا ورکړي.

له دې پېښې څو ورځې مخکې په اچین ولسوالۍ کې د سیمې د اوسېدونکو او پاکستاني طالبانو ترمنځ سخته جګړه شوې وه. د سیمې اوسېدونکي وايي چې نننۍ چاودنې ممکن له هغې جګړې سره تړاو ولري.

6 thoughts on “په ننګرهار کې خلکو د ماین د چاودونکي کور ته اور ورته کړ”
  1. که خپله خلک له ترهګرو څخه ځان ونه ژغوري، د کرزي حکومت يي په قصه کې نه دی. د کرزي حکومت خو ترهګرو ته سزا نه ورکوي، بلکي له زندانه يي خوشې کوي. شاباس د اچین پر خلکو. دغه جانیان باید خکومت ته په دې شرط وسپاري، چې حکومت ورته د وړ جزا، تضمین ورکړي.

  2. د خلکو زور د خدای زور دی . پدی شرط چی واقعی عدالت تامین شی او بیګناه انسانانو ته ضرر ونه رسیږی. ډیر ژر به د پردیو مزدوران چی د څو کلدارو ګټولو لپاره خپل کور او کلی ، لار او سرک ورانوی ، ونیول شی او بیا به هیڅوک د داسی مضرو کارونو سرته رسولو ته زړه ښه نه کړی.

  3. دوي دي بايد د قوم لخوا فه سزا محكوم شي او فه بمونو دي والوزول سي تر سو نورو ته د عبرت سبب سي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *