د اتو لوبډلو ترمنځ دا سیالۍ به، چې د جلال اباد ښار په سراج العمارت او بهسودو کرکټ لوبغالو کې پپل شوي، شاوخوا دوولس ورځې دوام وکړي.
دا سیالۍ د يوه سوداګر حاجي حضرت ولي احمدزي په مالي مرسته پيل شوي او د ننګرهار احمدزي پريمرليګ سیالیو نوم هم ورکړل شوی دی.
د دغو سیاليو په لومړۍ لوبه کې شينوارو اليون لوبډلې احمدزي لوبډلې ته سختې ماتې ورکړه.
لومړۍ توپ وهنه احمدزي کاروان لوبډلې وکړه،چې لومړي لوبغاړو يې ډيره تیزه لوبه نندارې ته وړاندې کړه،لومړنيو لوبغاړو له سوځېد وروسته نور کوم لوبغاړي ښه لوبه نندارې ته وړاندې نه کړه او په وار وار یې خپلې ويکټې له لاسه ورکړې.
په شلو اورنو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو يې سيالې لوبډلې ته د اوه نوي منډو هدف ورکړ، چې دغه هدف شينوارو اليون لوبډلې په اسانې سره د لوبې په شپاړلسم اور کې د څلور لوبغاړو په سوځېدو سره ترلاسه کړ.
د لوبې غوره لوبغاړی اصف ونومول شو،چې د خپلې سيالې لوبډلې څلور لوبغاړي یې سوځولي و.
یادونې وړ ده، ددغو سیاليو څخه موخه د ننګرهار او په ټوله کې د افغانستان .
کورني کرکټ پياوړتيا بلل شوې ده
د ختیځ زون د کرکټ بورډ مطبوعاتي دفتر