د ننګرهار ولايتي شورا غړي او د ولسمشرۍ د نوماند ډاکټر اشرف غني احمدزي د کمپاين ولايتي مشر د ننګرهار والي مولوي عطاالله لودين سره د بېلابېلو موضوعاتو په اړه ځانګړې ناسته وکړه.

په ختیځ زون کې د اشرف غني احمدزي د انتخاباتي کمپاین مطبوعاتي مسوول ارشاد رغاند تاند ته وویل، د ولايتي ش��را غړي او د ولسمشرۍ د نوماند ډاکټر اشرف غني احمدزي د کمپاين ولايتي مسول  نصرت الله ارسلا په دې ګډه ناسته کې د ننګرهار والي مولوي عطاالله لودين نه مننه وکړه، چې تر دا مهاله د ولسمشرۍ په ټاکنيزو هلو ځلو کې بې طرفه پاتې شوی او  له والي يې غوښتنه وکړه چې نورې دولتي ادارې هم په ټاکنيزو مبارزو کې د بې طرفۍ رعايت کولو ته اړې کړي. هغه وويل، په ننګرهار کې بايد دولتي کارکوونکي او دولتي امکانات د کوم کانديد په پلوۍ ونه کارول شي.

ارسلا زياته کړه که دولتي ادارې او د نوماندانو استازي سره ګډې هڅې وکړي په ولسمشريزو ټاکنو کې به  هغو اشخاصو ته چې په ولس کې رايې نه لري دا وخت په لاس ورنه شي چې د درغلئ له لارې په ولسونو حاکم شي.

نصرت الله ارسلا د ټاکنيزې پروسې د ښه تنظيم لپاره د کانديدانو د کمپاينرانو، يوناما او د ټاکنو خپلواک کمسيون د غړو سره د يوې ګډې ناستې وړانديز وکړ.

په دې ځانګړې ناسته کې د ننګرهار والي مولوي عطا الله لودين ژمنه وکړه، چې هېڅ دولتي چارواکي ته به اجازه ورنه کړي، چې د کوم نوماند په پلوئ د دولتي امکاناتو نه کار واخلي.

ښاغلي لودين د راتلونکو ټاکنو د ښه ترسره کېدو په اړوند د کلکو امنيتي تدابيرو  ډاډ ورکړ او زياته يې کړه   ټول امنيتي ارګانونه کار کوي، چې په  ښار او لرو  پرتو سيمو کې خلکو ته �� ښه امنيت په نيولو سره د رايو مرکزونو ته د تللو فرصت برابر کړي.

په دې ناسته کې د ننګرهار والي مولوي عطا الله لودين د اقتصادي پراختيا له هڅو يادونه وکړه او ويې ويل  د اقتصادي پراختيا لوی شمېر پلانونه يې تر لاس لاندې دي او په عملي کولو سره به يې هر اړخيزې اقتصادي ودې ته لاره هواره شي.

کونړ:

د کونړ  په خاص کونړ ولسوالۍکې لسګونه ځوانانو پخپل لګښت د ډاکټراشرف غني د کمپاین لپاره داوطلبانه دفتر پرانیست.

دوی په اراځۍ کلي کې نن په دې مناسبت غونډه او ژمنه وکړه،چې ډاکټرغني ته د پراخ ولسي ملاتړ له جلبولو سره د افغانستان ارګ ماڼۍ ته ننباسي.

په دې غونډه کې د کونړ د کمپاین ولایتي مسول ډاکټرجمال الدین اسحاق،د ولایتي دفتر د ځوانانو مسول محمد ادریس غروال،د یاد شوي داوطلبانه دفتر مسول انجینرګلاب پسرلي،د فکر و عمل جرګې غړي ډګروال نور رحمان غرني او قومي مخور عبدالرحمان حکیمزي خبرې او داسې هڅې یې د حتمي او قوي بریالیتوب نښې وګڼلې.

د ارشاد رغاند په وینا په ختیځ کې د ډاکټراشرف غني د کمپاین ټول فعالیتونه د زون د عمومي دفتر په همکارۍ او سرپرستۍ مخته ځي او هره ورځ زرګونه تنه په مختلفو ولایتونو او کمپاین دفترونو کې  د نوموړي له نوماندۍ څخه خپل ملاتړ اعلانوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *