د ننګرهار امنیه قومنداني

تاند- په ننګرهار ولایت کې نن د کوچني اختر په لومړۍ ورځ د یوې چاودنې په نتیجه کې وېره ده چې تر لسو زیاتې ښځې او ماشومان به وژل شوي وي.

فرانس پریس خبري اژانس د ننګرهار د چارواکو په قول وايي چې په دې چاودنه کې لس ښځې وژل شوي دي.

د پولیسو ویندوی حضرت حسین مشرقیوال وویل:«په دې چاودنه کې، چې په هدیره کې وشوه، لس ښځې وژل شوي، دوې نورې ښځې له دوو ماشومانو سره ژوبلې شوي دي.»

د ننګرهار د والي ویندوی احمد ضیا عبدالزی وايي چې په دې پېښه کې څلور ښځې او پنځه ماشومان ژوبل شوي  خو د غني خېلو اوسېونکو ویلي ۱۱ ښځې او درې ماشومان وژل شوي دي.

د سیمې اوسېدونکو د ټپیانو د شمېر په اړه څه نه دي ویلي خو وايي چې یو شمېر ژوبل شوي کسان روغتون ته وړل شوي دي. خو یو پخوانی جهادي قومندان حاجي غریب وايي چې چاودنه په قبر کې شوې او د ده د کورنۍ ۱۴ غړي یې وژلي دي. د حاجي غریب په وینا ټول قربانیان ښځې او ماشومان دي.

پېښه هغه مهال د غني خېل ولسوالي په باډیل سیمه کې وشوه چې د ښځو او ماشومانو په لار کې ماین وچاودېده.

هغوی د اختر په لومړۍ ورځ زیارت ته روان ول. اکثره کلیوال د اختر په لومړۍ ورځ زیارتونو ته ځي.

له تېرې نژدې یوې اوونۍ راهیسي په ننګرهار کې پر له پسې چاودنې کېږي. په دغو چاودنو کې په لسګونو ملکیان وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

One thought on “په ننګرهار کې د اختر په لومړۍ ورځ چاودنې لږترلږه ۱۰ ښځې وژلي”
  1. Salam Tolo lwastonko ta

    zyarat de tlonko khazo pa ara pa islam ke mana shaweda kho qatal ye Jaiez nadai. aw da qatel pa de pohida che de ziarat ta mashoman hum de khazo sara zee.

    os da qatel dai aw de mashomano aw de khazo khon dedoi de ghare dai.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *