د ډاکټرمحمد اشرف غني د کمپاین عمومي مرکز
د ختیزو ولایتونو څانګه
مطبوعاتي خبرپاڼه
د غبرګولي ۵مه
په ننګرهارکې د ولسمشرۍ د نوماند ډاکټراشرف غني احمدزي په پلوۍ د بدلون او دوام په نوم د کرکټ ټورنمنټ پیل شو.
دا ټورنمنټ د بدلون او دوام ټاکنیزټیم د دفتر په مرسته د ننګرهار د مختلفو رسنیو د کرکټ لوبډلو ترمنځ د جلال اباد ښار د سراج العمارت بڼ په کرکټ لوبغالي کې پیل شو.
په دې ټورنمنټ کې د ننګرهارد نیږدې اتو سیمه ییزو رسنیزو ټولنو کرکټ لوبډلې برخه لري او د لوبې حال په ژوندۍ او سوداګریزه بڼه له دغو رسنیو څخه خپریږي.
د ټورنمنټ په پیل غونډه کې په ختیځ کې د بدلون او دوام ټاکنیزټیم د کمپاین مسول الحاج احسان الله کاموال وویل:د تورنمنټ له پیل څخه هدف د کرکټ لوبغاړو هڅونه ده.
د ډاکټراشرف غني فرهنګي سلاکار استاد لال پاچا ازمون د ورزش ودې او پراختیا ته پاملرنه د بدلون او دوام ټاکنیزټیم د منشور یوه برخه وګڼله او ویې ویل موږ له اوسه خپل منشورته خپل تعهد ثابت کړ.
استاد ازمون زیاته کړه:موږ واک ته له رسیدو مخکې پرخپلو ژمنو د عمل یوه بېلګه ثابته کړه.
په ننګرهارکې د بدلون او دوام ټیم د کمپاین دفتر د رهبرۍ شورا غړي او د ولایتي شورا وکیل حاجي نصرت الله ارسلا له لوبغاړو سره ژمنه وکړه،چې بدلون او دوام ټیم به له واک ته رسیدو سره د نورو اساسي اړتیاوو ترڅنګ د ورزش ودې او پراختیا ته هم پوره پاملرنه وکړي.
په ختیځ زون کې د کرکټ بورډ مشرقرارعزیزي له بدلون او دوام ټیم څخه مننه وکړه،چې د لوبغاړو د هڅونې لپاره یې د کرکټ ټورنمنټ تنظیم کړی.
هغه وویل،چې اداره یې په بې طرفه ډول له نورو داسې ټورنمنټونو سره هم همکارۍ ته چمتو دی.
د ټورنمنټ په لومړۍ ورځ د صفا او انعکاس راډیوګانو د لوبډلو ترمنځ لوبه وشوه،چې د انعکاس راډیو په ګټه پای ته ورسیده.
د کرکټ د دغه ټورنمنټ نندارې ته سلګونه تنه راغلي وو.
دا ټورنمنټ شپاړس ورځې دوام کوي.
د ختیځ زوند کمپاین مطبوعاتي مسول:ارشاد رغاند
اړیکې:[email protected]
ټلیفون شمېره:۰۷۷۱۴۳۱۴۳۱
فیسبوک پته: https://www.facebook.com/pages/Dr-Ashraf-Ghani-Eastern-Zone-Compaign-Office/220640024806332