چهار شنبه، د تلې ١٠ مه، ١٣٩٢
افغان ملي غورځنګ د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت په ملاتړ د اکتوبر په دويمه (د ١٣٩٢ کال د تلې لسمه ) د چهار شنبې په ورځ د ننګرهار په جلال اباد ښار کې د عدم تشدد نړيواله ورځ ونمانځله.
غونډه ماسپښين درې بجې د سرحدونو او قبايلو چارو رياست په تالار کې پيل شوه، خو تر غونډې مخکې د افغاني ملي غورځنګ غړي، د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت چارواکي، د ننګرهار ولايت مرستيال، د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس او يو شمېر فرهنګيان په ګډه د عدم تشدد د ستر مبارز او لارښود خداى بخښلي باچا خان مزار ته لاړل، د هغه پر مزار يې د ګلو ګېډۍ کېښوده او د ارواښاد روح ته يې دعا وکړه.
وروسته د جلال اباد ښار له عيدګاه مسجده تر تالاشۍ څلور لارې پورې غځېدلى واټ د باچا خان په نوم په رسمي توګه ونومول شو. د واټ د پرانستې پر مهال د ننګرهار د اطلاعات او فرهنګ ريس اورنګ صميم وويل: ((د ننګرهار فرهنګيانو د اطلاعات او فرهنګ له رياسته غوښتنه کړې وه چې د باچاخان په ياد بايد يو واټ ولرو. د ننګرهار اطلاعات او فرهنګ رياست د باچاخان په نامه د واټ وړانديز وکړ، د ولايت مقام له دې وړانديز سره توافق وښود او دا يې تاييد کړ. موضوع مو د اطلاعات او فرهنګ وزارت ته واستوله او د وزارت مقام په ډير مينه او اخلاص سره دا واټ منظور کړو چې نن يې تاسو عملاٌ د پرانستې مراسم وليدل.))
د واټ تر پرانيستې وروسته درې بجې د سرحدونو او قبايلو چارو رياست په تالار کې غونډه پيل شوه. په غونډه کې د افغان ملي غورځنګ د غړو ترڅنګ د ننګرهار د ولايتي ادارې چارواکو، قومي مشرانو، فرهنګيانو او ځوانانو ګډون کړى و.
غونډه د قرآن عظيم الشان په تلاوت سره پيل شوه. وروسته ملي سرود وغږول شو او تر ملي سرود وروسته د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت مرستيال يعقوب احمدزي ته بلنه ورکړل شوه. نوموړي د افغان ملي غورځنګ له خوا د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت په ملاتړ د دې ارزښتمنې غونډې د جوړولو له امله مننه وکړه او زياته يې کړه، د دغې ورځې له نمانځلو يې مقصد دا دی چې ځوانانو ته وښيي چې جنګ د مسلې د حل لاره نه ده. د عدم تشدد يا د تاو تريخوالي د له منځه وړلو په خاطر څنګه وکولای شو چې په دې منطقه کې تشدد او زور زياتي ختم کړو. دغه جنګ چې په پښتنو تپل شوی، دې ته د پای ټکی کېږدو او ځوانان په دې وپوهوو چې جنګ د حل لاره نه ده. راځئ چې موږ او تاسو د اينده نسلونو په خاطر د سولې او امن لپاره کار وکړو.
ورپسې د ننګرهار ولايت مرستيال والي محمد حنيف ګرديوال خبرې وکړې. ګرديوال د افغان ملي غورځنګ دا نوښت وستايه او دا يې د ملي وياړونو او ارزښتونو په را ژوندي کولو کې مهم ګام وباله.
وروسته د افغان د ملي غورځنګ غړي ښاغلي ډاکتر فيض محمد ځلاند ته بلنه ورکړل شوه. ځلاند وويل ، خوښ دى چې افغان ملي غورځنګ د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت په ملاتړ د باچا خان بابا د فلسفې د را ژوندي کولو په خاطر د عدم تشدد ورځ نمانځي.
ښاغلي ځلاند وويل، نن چې کومه جګړه تپل شوي په دغه هېواد کې، په دې سيمه کې، نن چې په کومو کرښو موږ ويشل شوي يو، دا ټولې د پرديو دسيسي دي تر څو وکولای شي چې افغانان د ترهګرو په نامه نړۍ ته وپيژني. موږ راغلي يو چې د بابا وينا بيرته راوژندی کړو، د هغه فلسفه بيرته راژوندۍ کړو. نړۍ ته وښيو چې افغانان، پښتانه د عدم تشدد لاوريان دي، دا فلسفه يې هم زيږولې او هم يې خپله کړې. موږ نن د افغان حکومت پر مخالفينو غږ کوو چې د عدم تشدد لار خپله کړي او په افغانستان کې سولې ته لاره هواره کړي.
وروسته د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس ښاغلي اورنګ صميم خپله وينا واروله. ښاغلي صميم د باچا خان پر مبارزې او خاطرو تفصيلې خبرې وکړې او هغه يې په شلمه پېړۍ کې د عدم تشدد ستر مبارز او بنسټګر وباله.
ورپسې د افغان ملي غورځنګ غړي اسرار احمد خان کريمزي وينا وکړه. هغه په محکوم لوى افغانستان يعنې پښتونخواه کې د باچا خان ترڅنګ خان شهيد عبدالصمد خان اڅکزى هم د عدم تشدد لاروى وباله او زياته يې کړه چې دواړو په دې لار کې ډېرې قربانۍ ورکړي دي.
د تحريک عمل خوځښت مشر ښاغلي محب الله صميم هم وينا وکړه.
وروسته د افغان ملي غورځنګ غړي ښاغلي فهيم کريم د غونډې پرېکړه ليک ولوست چې په کې له يونيسکو نړيوال سازمان او نورو ادارو څخه غوښتنه شوې وه ترڅو يو کال د عدم تشد د لارښود باچا خان په نوم ونوموي.
د پوهنې له وزارت څخه غوښتنه شوې ، چې په خپل ښوونيز نصاب کې عدم تشدد فلسفې ته ځاى ورکړي.
په پرېکړه ليک کې همدا راز له وسلوالو مخالفينو غوښتنه شوې وه چې د جګړې پر ځاى دې جرګې ته مخه کړي او د عدم تشدد لار خپله کړي.
د يادونې ده چې په دې غونډه کې د تحريک عمل په نوم د يوه خوځښت له خوا د ښاغلي حميد الله ارباب په زيار يو انځوريز نندارتون هم جوړ شوى و، چې ښکلي انځورونو يې د خلکو پام ځان واړوه.
غونډې په دعا سره پاى ته ورسېده.
