تاند – تېره شپه د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ مربوط د شډل بازار په سیمه کې د یوې امریکایي بې پیلوټه الوتکې په برید کې ګڼ شمېر ملکي کسان ووژل شول.

بي بي سي د وژل شویو کسانو شمېر ۱۳ ښيي خو پژواک خبري اژانس وایي چې د پېښې په ترڅ کې ۲۷ کسان وژل شوي دي.

د ننګرهار ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال رسنیو ته وویل چې د بې پیلوټه الوتکې دغه برید د چارشنبې په ورځ سهار وختي خواوشا ۴ بجې په سیمه کې په یوه ځایي حجره وشوچې خلک په کې د یوه حاجي د ستړي مه شي لپاره راټول شوي ول.

یو شمېر رسنۍ وایي چې په برید کې د داعش یو قاضي او قوماندان وژل شوي، خو د سیمې خلک وایي چې ټول وژل شوي ملکي کسان دي.

د امریکا په مشرۍ ایتلافي ځواکونو په ۲۰۰۱ کال کې په افغانستان له یرغل راهیسې د ننګرهار، هرات، هلمند، کندهار، کونړ په شمول په ګڼو سیمو کې د ولسي خلکو په غونډو او ودونو باندې څو ځلې بمبارۍ کړي چې ګڼ بې ګناه خلک یې په کې وژلي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *