تاند- افغان چارواکي وايي چې په ننګرهار ولایت کې د داعش پر ضد د بې پېلوټه الوتکو په دوو جلا بریدونو کې ۲۰ داعشیان وژل شوي دي.
د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې، د ننګرهار د والي ویندوی احمد ضیا عبدالزي نن وویل، دا بریدونه تېره شپه ډیورنډ کرښې ته نژدې په هسکه مېنه ولسوالۍ کې وشول.
هسکه مېنه یوه له هغو ولسوالیو څخه ده چې داعش یا اسلامي دولت وسله واله دله زیات فعاله ده.
د ننګرهار د والي ویندوی وايي چې هسکه مېنه له پچیر او اګام ولسوالۍ سره پوله لري چې د داعش غړي پکې لا زیات فعال دي.
په همدې حال کې په افغانستان کې د امریکا پوځ وايي چې په ننګرهار کې یې یو شمېر خطرناک دښمنان په نښه کړي دي.
په وروستیو میاشتو کې په ننګرهار کې د داعش او طالبانو ترمنځ خونړۍ نښتې شوي دي. لا هم دواړه خواوې د دغه ولایت په لېري پرتو کلیو او غرنیو سیمو کې پر یو بل لویې او وړې حملې کوي.
له بلې خوا طالبان وايي چې د هلمند نوزاد ولسوالي یې نیولې ده. له بلې خوا په کندوز کې امنیتي ځواکونه وايي چې د دې ولایت په خان اباد ولسوالۍ کې یې یو شمېر کلي له طالبانو بېرته نیولي دي. د سې شنبې په ورځ طالبانو ویلي و چې د خان اباد ولسوالۍ د اقتاش سیمه یې نیولې ده.