تاند- د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د دولت د وسله والو مخالفانو په خپل منځي نښتو او له امنیتي ځواکونو سره په جګړو کې ۲۷ وسله وال مخالفان وژل شوي دي.
د ننګرهار د والي ویندوی عطا الله خوږیاڼي نن /چهارشنبه/ وویل په دغو نښتو کې ۱۱ نور ژوبل شوي دي.
ده وویل، تېره شپه د خوږیاڼي ولسوالي په وزیرو سیمه کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو په نښته کې د وسله والو مخالفانو د ۴ قوماندانانو په شمول ۹ تنه سختدریځي ووژل شوا او نامعلوم شمېر نور ژوبل شول.
ده په نښته کې د یوه سیمه ییز پولیس وژل کېدا او د ۲ نورو ټپي کېدا تایید کړه.
د ننګرهار د والي ویندوی همداراز وویل چې د اچین په کرکرۍ سیمه کې د دولت د دوو وسله والو سختدریځو ډلو ترمنځ نښتې شوي دي.
د خوږیاڼي په وینا په دې سیمه کې د داعش او طالبانو په نښته کې د داعش ۱۵ او د طالبانو ۳ غړي وژل شوي او د دواړو خواوو ۱۱ نور جګړه مار ژوبل شوي دي.
طالبانو د داعش یا اسلامي دولت ډلې ۲ غړي ژوندي هم نیولي دي.
واکسینران خوشي شول
له ننګرهار څخه د یوه بل خبر له مخې، د داعش یا اسلامي دولت د وسله والې سختدریځې ډلې له لوري دوه تنه تښتول شوي واکسینران خوشي شول.
د ننګرهار د ولایتي ادارې د راپور له مخې دا دوه تنه واکسینران د یکشنبې په ورځ د لالپورې (لعلپورې) ولسوالۍ په چکنور سیمه کې تښتول شوي وو او پرون /سې شنبه/ د قومي مشرانو په هلوځلو راخوشي شول.
د ننګرهار والي د واکسینرانو پر خلاصون د خوښۍ د څرګندولو په ترڅ کې هیله څرګنده کړه چې په ټول ولایت کې به د قومي مشرانو په مرسته د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو واکسین تطبیق شي.
د داعش سخت دریځه ډله، چې اکثره غړي یې پاکستاني طالبان دي، د واکسین مخالف دي او تر دې پخوا یې په قبایلي سیمو کې هم د واکسین مخه نیولې وه.