تاند- لږترلږه ۱۸ داعشي ترهګر په یوه هوايي حمله کې په ننګرهار ولایت کې ووژل شول او ۱۱ نور ژوبل شول.
د افغانستان دفاع وزارت نن /یکشنبه/ وویل، دا برید د ننګرهار په کوټ ولسوالي کې د داعش یا اسلامي دولت د وسله والې سختدریځې ډلې د غړیو پر یوه موټر وشو چې په نتیجه کې یې موټر هم ویجاړ شو.
تر دې مخکې په بټي کوټ ولسوالي کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د داعش ۹ غړي ووژل شول او ۷ نور ژوبل شول.
د افغان امنیتي ځواکونو او ناټو پوځیانو له ځپونکو عملیاتو سره سره د داعش غړي، چې اکثره پاکستانیان دي، لا هم په ننګرهار ولایت کې پراخ فعالیت کوي.
ویل کېږي چې په افغانستان کې د داعش د ترهګرې ډلې فعالیت، ایران او روسیه لا هڅولي چې د دې ډلې د ځپلو لپاره د طالبانو ملاتړ وکړي.