تاند- په ننګرهار کې چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د امریکا د بې پېلوټه الوتکو په برید کې د داعش یا د اسلامي دولت د وسله والې سختدریځې ډلې ۲۷ غړي وژل شوي دي.
د ننګرهار د والي ویندوی عطا الله خوږیاڼي نن /یکشنبه/ وویل، دا برید تېره شپه په اچین ولسوالي کې د داعشي ترهګرو پر پناځایونو وشو چې په نتیجه کې یې ۲۷ تنه ځای پر ځای ووژل شول او ۳ نور ژوبل شول.
ده وژل شوي او ټپیان شوي داعشیان بهرنیان وبلل.
خوږیاڼي دا هم وویل چې په دې برید کې ملکي خلکو ته زیان نه دی اوښتی.
د ننګرهار د والي په وینا د بې پېلوټه الوتکو حملې د داعش د غړیو وسلې او مهمات ویجاړ کړل.
د داعش ډله، چې ویل کېږي، اکثره غړی یې له پاکستانه راغلي، په ننګرهار کې زیات فعال دي. دې ډلې له وسله والو طالبانو سره هم څو ځلې نښتي کړي او په ځلونو د امریکا او افغان هوايي ځواک له لوري پرې بمبارۍ شوي دي.
تېر ژمی د ملي اردو په عملیاتو کې د داعش غړي تر ډېره وځپل شول خو د ننګرهار اچین، کوټ او بټي کوټ ولسوالۍ ورڅخه پوره تصفیه نه شوې.