تاند- د ننګرهار پولیس وايي چې د ناټو ځواکونو د بې پېلوټه الوتکې په برید کې د داعش د دوو مهمو قوماندانانو په شمول ۱۱ غړي وژل شوي دي.
د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویندوی محمد حسین مشرقیوال نن /پنجشنبه/ وویل، په دغه ولایت کې د ناټو د بې پېلوټه الوتکې د چهارشنبې په برید کې د داعش قوماندانان محمد عمر صدیقي او عمر فاروق له ۹ نورو داعشیانو سره وژل شوي او ۶ ژوبل شوي دي.
په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو ویندوی بیل سالفین تایید کړه چې د دوی له لوري په ننګرهار کې د بې پېلوټه الوتکې له لوري بریدونه شوي دي.
ده د حملې په نتیجه کې د اوښتو مرګ ژوبلو په اړه څه ونه ویل.
د سره صلیب د تښتول شویو کارکوونکو د موندلو لپاره عملیات
په همدې حال کې د جوزجان ولایت په قوش تېپه ولسوالي کې د سره صلیب د نړیوالې کمېټې د تښتول شویو غړیو د موندلو لپاره عملیات روان دي.
دا کسان په جوزجان کې د داعش غړیو وروسته له دې پرون /سې شنبه/ وتښتول چې د هغو ۶ نور ملګري یې ووژل.
د جوزجان امنیه قوماندان رحمت الله ترکستاني وویل«عملیات دوام لري او په عین حال کې له قومي مشرانو سره په تماس کې یوو څو د سره صلیب د نړیوالې کمېټې د تښتول شویو کسانو د ځای په موندلو کې زموږ سره مرسته وکړي.»
ده په عین حال کې وویل چې د تښتول شویو کسانو شمېر ۳ تنه دی.
پرون په راپورونو کې ویل شوي و چې دوه تنه تښتول شوي دي.