تاند- افغان چارواکي وايي چې په تېرو په ننګرهار کې د افغان امنیتي ځواکونو او د ناټو په حملو کې د داعش په لسګونو غړي وژل شوي دي.
د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي چې په هسکه مېنه ولسوالي کې د ناټو په هوايي برید کې د داعش ۳۶ غړي وژل شوي دي.
د ننګرهار امنیه قوماندان حضرت حسین مشرقیوال وویل چې د ناټو هوايي ځواک تېره شپه د هسکې مېنې ولسوالي په عدلخېل، هارون بابا، مانو او سبايي سیمو کې د داعش د غړیو پټنځایونه په نښه کړل.
د ننګرهار د والي ویندوی عطا الله خوږیاڼي وویل چې له پرون /پنجشنبې/ راهیسي د افغان امنیتي ځواکونو او ناټو په جلا جلا عملیاتو کې د داعش ټولټال ۵۵ غړي وژل شوي دي.
خوږیاڼي په دغو عملیاتو کې د داعش د قوماندان حافظ سعید وژل کېدا تایید نه کړه، ویې ویل چې تراوسه پوري داسي کره شواهد نه لري چې د نوموړي وژل کېدا تایید کړي.
راپورونه وايي چې په دې حملو کې د لښکر اسلام ډلې د مشر منګل باغ زوى اجنبي او د داعش يو سيمه ييز قوماندان شمس ټپيان شوي دي.
په هلمند کې ۵۰ وسله وال طالبان وژل شوي یا ټپیان شوي
له بلې خوا د هلمند چارواکي وايي چې له تېرې ورځې راهیسي د دغه ولایت په نهرسراج ولسوالي کې ۵۰ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هلمند ولایت د مطبوعاتي دفتر له خبرپاڼې سره سم، له تیري شپې راهیسي د جمعې ورځې تر وروستیو پوري د هلمند ولایت د نهرسراج ولسوالۍ په بیلابیلو سیمو کي د وسله والو ترهګرو د ځپلو لپاره د امنیتي ځواکونو له خوا عملیات شوي.
په خبرپاڼه کې وړاندې ادعا شوې چې د ده آدم خان په سیمه کي د ګډو امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ په نښته کي ۳۷ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۴ نوریې ټپیان شوي دي.
د هلمند د چارواکو په وینا په دې عملیاتو کې امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.