تاند- د راپورونو له مخې په ننګرهار ولایت کې د طالبانو او اسلامي دولت یا داعش ترمنځ په نښته کې د دواړو خواوو لږترلږه ۱۴ تنه وژل شوي دي.
د ننګرهار امنیه قومندانۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، نښته د دغه ولایت د نازیانو ولسوالۍ په مېلوه سیمه کې شوې ده.
په خبرپاڼه کې ادعا شوې چې د دواړو خواوو ۱۴ کسان وژل شوي او ۲ نور ژوبل دي.
په دې خبرپاڼه کې نه دي ویل شوي چې د کوم لوري څو تنه وژل شوي دي.
د سیمې اوسېدونکو هم ویلي چې د داعشیانو او طالبانو ترمنځ سخته جګړه شوې ده.
په وروستیو کې د داعش او طالبانو ترمنځ په بېلابېلو سیمو کې تاوتریخوالی زیات شوی دی. د اسلامي دولت یا داعش غړي توانېدلي چې په ننګرهار ولایت کې له ډېرو سیمو طالبانو پسې واخلي. خو په فراه کې بیا طالبان پر داعشیانو برلاسي شوي دي.