تاند- په ننګرهار کې سیمه ییز چارواکي وايي، د طالبانو له لوري د خپل یوه مهم غړي د وژلو له کبله د دې ډلې په منځ کې تاوتریخوالی رامنځته شوی دی.
د ننګرهار چارواکي وايي، دا پېښه د دغه ولایت په شېرزاد ولسوالي کې شوې ده.
د ننګرهار ولایت د مطبوعاتي دفتر له خبرپاڼې سره سم، د طالبانو یو کلیدي قوماندان، چې محمد الله نومېده، د خپلو ملګرو له لوري د شېرزاد ولسوالي په (مرکي خېل) سیمه کې ووژل شو.
وسله والو طالبانو تراوسه پورې د خپل دغه قوماندان د وژل کېدو په اړه څه نه دي ویلي.
د ننګرهار چارواکو پرون /سې شنبه/ په غني خېل ولسوالي کې د طالبانو د یوه بل قوماندان د وژل کېدو خبر ورکړ خو د هغه د وژل کېدو د علت په اړه یې څه ونه ویل.
د ننګرهار مطبوعاتي دفتر د طالبانو د یوه بل قوماندان، چې خادم نومېده او په دادالله مشهور و، د وژل کېدو خبر هم ورکړی دی.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې خادم د طالبانو په لیکو کې د اختلافاتو په نتیجه کې وژل شوی دی.
وسله وال طالبان په ننګرهار په تېره بیا خوږیاڼي ولسوالي کې له داعش ډلې سره په جګړه بوخت دي.
د دواړو خواوو د جګړو له کبله د سیمې په سلګونو کورنۍ بې ځایه شوي دي.