د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکي وایي د ننګرهار ولایت د مرکز جلال اباد ښار په سراج العمارت او امیر شهید بڼوڼو کې د کتابتون او موزیم د جوړېدو په موخه یې بودیجه منظور کړې او د لومړنیو چارو وروسته به یې عملي چارې پیل شي .
د دغه وزارت مالي،اداري او توریزم مرستیال زردشت شمس د ننګرهار والي سره د لیدنې پر مهال چې نن د سلواغې په ۱۹مه یې د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې ترسره کړه، وویل چې موزیم به د سراج العمارت په ودانۍ او کتابتون به د امیرشهید په بڼ کې جوړ کړي .
هغه زیاته کړه، د سراج العمارت په بڼ کې ودانۍ شتون لري خو د هېواد په کچه د یوه ښه موزیم د جوړېدو په موخه به یې یو ځل بیا د ترمیم چارې پیل کړي او همدا راز به په امیرشهید بڼ کې د یوه لوی کتابتون د جوړېدو په موخه هم د ودانۍ د جوړولو عملي کار پیل کړي .
نوموړی وایي د دواړو پروژو لپاره یې د وزارت له لورې بودیجه منظور شوې او د لومړنیو چارو د بشپړېدو وروسته به یې عملي کارونه پیل شي او همدا راز یې د چارو د پیل کېدو پر مهال د ننګرهار والي د ځآنګړې همکارۍ غوښتنه هم وکړه .
د ننګرهار والي سلیم خان کندوزي د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت څخه مننه وکړه،چې د دوی په وړاندیز یې په ننګرهار کې د یوه لوی کتابتون او همدا راز د موزیم جوړېدو په موخه یې بودیجه منظور کړې .
نوموړی زیاته کړه، ننګرهار د پښتو مرکز دی او باید په دغه ولایت کې یاد کتابتون د نړۍ او په ځآنګړي ډول د افغانستان په کچه د مطالعې او څېړنو یو لوی مرکز په توګه جوړ شي او په دغه برخه کې د هر ډول همکارۍ ډاډ هم ورکړ.
ننګرهار والي همدا راز غوښتنه وکړه،چې په دغه ولایت کې جوړېدونکی موزیم هم باید د هېواد په کچه ووسیږي او هغه تاریخي اثار په کې نندارې ته کېښودل شي،چې په نورو سیمو کې شتون ونلري او همدا راز یې ډاډ ورکړ،چې د موزیم او نورو فرهنګي چارو په ترسره کېدو کې به سوداګر او نور هم مرستې کولو ته چمتو کړي .
د ننګرهار ولایت مقام مطبوعاتي دفتر