د جلال آباد په قصبې سیمه کې د ولسي جرګې د یوه وکیل ساتونکو پر عامو خلکو ډزې کړي چې په نتیجه کې یې درې تنه ټپيان شوي دي.
د قصبې سیمې د رایې ورکونې په یوه مرکز کې د ولسي جرګې د غړي انجینیرغفار ساتونکو وروسته له هغې پر خلکو ډزې وکړې چې عبدالله عبدالله ته د رایې ورکونې لپاره یې د هغوی غوښتنه ونه منله.
عیني شاهدانو ازادي راډیو ته وویل چې په خپله انجینیرغفار هم سیمې ته ورغلی و.
له سیمې خبریالان وايي چې خلکو د انجینیرغفار د ساتونکو د دې کار په غبرګون کې مظاهره وکړه.
د ننګرهار امنیې قومندان فضل احمدشیرزاد بیا له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې سیمه د پولیسو تر کنټرول لاندې ده او اوس وخت وضعیت ښه دی.

He must be kill