دوشنبه
۱۳۹۸/چنګاښ/۲۴
په ننګرهار ولایت کې د سټنډرډ ملي ادارې (انسا) له لوري په لومړي ځل د ۴۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د ساختماني موادو لابراتوار پرانیستل شو.
۱۳۹۸/چنګاښ/۲۴
په ننګرهار ولایت کې د سټنډرډ ملي ادارې (انسا) له لوري په لومړي ځل د ۴۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د ساختماني موادو لابراتوار پرانیستل شو.
د ساختماني موادو دغه لابراتوار د تېرې یکشنبې په ورځ د سټنډرډ ملي ادارې د چارواکو، د دغه ولایت د والي شاه محمود میاخېل او په دغه ادارې پورې د اړونده مسوولینو په حضور کې پرانیستل شو.
دغه لابراتوار د وارداتي ساختماني موادو د کیفیت څرنګوالی کوي او هېواد ته د بې کیفیته موادو د واردولو مخه نیسي. دا لومړی ځل دی چې په هېواد کې د ساختماني موادو لابراتور فعالېږي چې په فعالیت سره به يې سوداګرو ته اسانتیاوې برابرې شي او د بې کیفیته او غیر معیاري موادو مخنیوی به کېږي.
په پام کې ده چې په نږدې راتلونکي کې به په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم دغه ډول لابراتوارونه فعال شي چې په هېواد کې به د معیاري توکو د واردولو لپاره زمینه برابره شي.