تاند- په ننګرهار کې د افغان امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې یو وار بیا ملکیان وژل شوي او د دغو ځواکونو له لوري د ملکي خلکو د مرګ ژوبلو زیاتېدا د غوسې ترڅنګ د دغو ځواکونو په منځ کې د مضرو عناصرو د موجودیت په اړه شکونه هم پارولي دي.
شاهدانو او د ننګرهار د ولایتي ادارې چارواکو نن /شنبه/ تایید کړه چې د دې ولایت په شېرزاد ولسوالي کې د تېرې شپې په عملیاتو کې لږترلږه ۶ ملکیان وژل شوي چې ۲ یې ماشومان او یوه ښځه ده.
د ننګرهار د والي ویندوی عطاالله خوږیاڼي ادعا وکړه چې په دې عملیاتو کې ۱۰ وسله وال یاغیان هم وژل شوي دي.
ده د ملکیانو مرګ ژوبله تایید کړه، ویې ویل، د حملې په وخت په هماغه ځای کې چې د دولت وسله وال مخالفان ووژل شول، د ملکیانو موټر هم موجود و او امنیتي ځواکونو فکر وکړ چې طالبان په موټر کې تښتي، نو پر هغوی یې سهواً ډزې وکړې چې په نتیجه کې ملکیان ووژل شول.
له دې پېښې وروسته نن /شنبه/ کلیوالو د ملکیانو جنازې د احتجاج په دود جلال اباد ښار ته راوړې او د عدالت غوښتنه یې وکړه.
په ننګرهار کې هم طالبان او هم داعش فعالیت لري خو په وروستیو کې دا څویم ځل دی چې افغان امنیتي ځواکونه په خپلو عملیاتو کې ملکیان وژني.
ممکن دا پېښه لکه څرنګه چې ښاغلی خوږیاڼی وايي تېروتنه وي مګر د سیمې اوسېدونکي وايي چې ځینې ملکیان په داسې ډول وژل شوي لکه په امنیتي ځواکونو کې چې دښمنانو نفوذ کړی وي او په لوی لاس غواړي چې ولس له حکومت سره مخالف کړي.
له دې پېښې سره په یو وخت ملګروملتو نن /شنبه/ د روژې په میاشت کې د ملکي افغانانو د مرګ ژوبلو پر زیاتېدو اندېښنه ښکاره کړه او له ښکېلو خواوو یې وغوښتل چې د بېګناه خلکو د تلفاتو د مخنیوي لپاره اقدامات وکړي.
WRONG RAPPORT;small mistake big problem;
WE AFGHANS KNOWS EACH OTHERS;
SOME TIME ONE AGENT HAVE PERSONAL ENEMY WITH SOME ONE.
HE GIVE WRONG RAPPORT TO MILITARY ORGANS.
THEY MUST NOT TRUST ANY SAMPLE RAPPORT.MUST MAKE SELF SURE
ALSO ENEMY HAVE SECRET AGENTS BETWEEN MILITARY UNITS.
AFGHAN NATIONAL SECURITY MUST TRY TO FIND OUT THEM.
OUR GOAL IS PEACE IN AFGHANISTAN,
THANK YOU