تاند- په ننګرهار کې چارواکي وايي، په دغه ولایت کې نن /شنبه/ په یوه ترافیکي پېښه کې ۴ تنه مړه او تر ۳۰ ډېر نور ژوبل شول.

پېښه تورې بوړې ته نژدې د پچیرواګام په سیمه کې وشوه.

راپورونه وايي چې کاسټر میني بس موټر، چې په غرنۍ سیمه کې روان و، له سړکه واوښت.

د سیمې د اوسېدونکو په وینا په دې پېښه کې لږترلږه ۴ تنه مړه شوي او تر ۳۰ ډېر نور ژوبل شوي دي.

ویل شوي چې سپرلۍ یوه واده ته روانه وه خو د موټرچلوونکي د بې احتیاطۍ له کبله یې میني بس چپه شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *