د سپين غر کرکټ ادارې په غوښتنه د ننګرهار ولايتي کرکټ ادارې له لوري د ولسواليو ترمنځ پيل شوې شل اوریزه سيالۍ بل پړاو ته رسېدلي دي .
دغه سيالۍ ، چې د حمل مياشتې په اوه ويشتمه نېټه پيل شوي دي پر دوه ویشتو ولسواليو سربېره شپږو نورو لوبډلو هم ، چې په ځينو ولسواليو کې د کمپونو په توګه ميشت دي او له له نورو سيمو را کډه شوي هم برخه درلوده .
دغه سيالۍ ، چې اوس دوهم پړاو ته تللي دي د را روانې دوشنبې په ورځ به يې کواټر فاينلې پيل شي ، چې تر دې دمه دوربابا ولسوالۍ او خوګياڼو ولسوالۍ دغه پړاو ته لار موندلې.
د يادونې ده چې د دغه سيالیو پايلوبه به د راروانې جمعې په ورځ دوه بجې په سراج العمارت کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي .
د سپين غر کرکټ زون مشر بختیار ساحل پر وينا ، چې له دې سياليو موخه دا ده ، څو د ولسواليو په کچه کرکټ پرمختګ وکړي او استعداد لرونکي لوبغاړي يې په ښاري کلپونو کې ولوبول شي ، څو اکاډميک کرکټ ته مخه وکړي .
د نوموړي په وينا ، چې په کونړ ولايت کې يې هم د ولسواليو ټورنمنټ پيل کړی دی ، چې اوس مهال دوام لري او په لغمان ولايت کې بیا دغه سيالۍ پای ته رسېدلي دي .
بختیار ساحل
د سپين غر زون مشر