د اسیایي پراختیایي بانک د ADB برخې مسؤلین وایي د ننګرهار ولایت په حصار شاهي دښته کې به د څلوېښت میګاواټه په ظرفیت لمریزه برېښنا جوړه کړي .
د یادې ادارې مسؤلینو د ننګرهار والي سلیم خان کندوزي سره د لیدنې پر مهال چې نن د کب په ۲۴مه نیټه د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې ترسره شوه او په کې د سوداګرو د ملاتړ ادارې،صنعتکارانو اتحادیې، سوداګرۍ خونې،کانال او ځمکو خپلواکې ادارو مسؤلینو هم ګډون کړی وو، په ننګرهار کې د څلوېښت میګاواټه په ظرفیت د لمریزې برېښنا د جوړولو خبر ورکړ.
د اسیایي پراختیا بانک د ADB برخې مسؤل فضل الله فضلي وویل د دوی اداره غواړي،چې د ننګرهار ولایت په حصار شاهي دښته کې د څلوېښت میګاواټّ په ظرفیت سره د لمریزې برېښنا مرکز جوړ کړي .
نوموړې زیاته کړه، دوی په سیمه کې لومړی تخنیکي سروې کوي او په بشپړ ډول له هغې وروسته چمتوالی لري،چې د لمریزې برېښنا د جوړولو چارې پیل کړي .
د ننګرهار والي سلیم خان کندوزي د اسیایي پراختیایي بانک څخه مننه وکړه،چې په دغه ولایت کې د څلوېښت میګاواټه په ظرفیت لمریزه برېښنا جوړوي او ډاډ يې ورکړ،چې په دغه برخه کې به ولایت مقام هر ډول همکاري ترسره کړي .
نوموړې زیاته کړه، په حصار شاهي سیمه کې د صنعتي پارکونو ترڅنګ د پولیسو او غازي امان الله ښارګوټي هم شتون لري او همدا راز به د یادې څلوېښت میګاواټه برېښنا څخه د بټي کوټ او روداتو ولسوالۍ اوسیدونکې هم برخمن شي .
هغه د ADB مسؤلینو ته د یادې برېښنا د چارو د پیل کېدو په برخه کې د امنیتي ستونزو د حل کولو ترڅنګ په ټولو برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړ، خو غوښتنه یې وکړه،چې د دغه برېښنا چارې دې ژر تر ژره پیل شي .