تاند – د افغانستان په ختیځ ولایت ننګرهار کې د بېلابېلو جرمونو کچه دومره لوړه شوې چې په رڼا ورځ په کې نه یوازې ملکي خلک بلکې پولیس هم وژل کیږي.

ویل کیږي چې نن دوشنبه /د غوایي ۳مه/ په رڼا ورځ د جلال اباد ښار د مستوفیت څلورلارې په سیمه کې تښتوونکیو یو سوداګر ولوټه او ۸ لکه افغانۍ یې ترې وتښتولې.

که څه هم چې د ننګرهار چارواکي ادعا کوي چې په دغه ولایت کې یې د داعش ترهګر نژدې له منځه وړي، خو تېره شپه د جلال اباد ښار جنوب ته د چپرهار ولسوالۍ په سیمه کې یې د ډاکټر نواب په نامه شخص درې زامن چې ویل کیږي درې واړه ډاکټران ول حلال کړي دي.

په یوه بله پېښه کې، تېره اونۍ د جلال اباد ښار په زړه کې وسله والو سړیو دوه پولیسان ځای پر ځای ووژل او وسلې یې ترې وتښتولې چې تر هغه وروسته په دغه ښار کې په موټرسایکلونو یو لړمحدودیتونه ولګول شول.

ویل کیږي چې په دغو او دې ته ورته ګڼو نورو پېښو کې د یو شمېر حرفوي غلو تر څنګ د پخوانيو جهادي قوماندانانو وسله والې ملېشې لاس لري چې په حکومتي ادارو او پولیسو کې هم ارتباطات لري، او که د کومې پېښې ښکېل کسان ونیول شي په یوه ټیلیفون خلاصول کیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *