س ، سيرت
تيره شنبه چې په ننګرهار کې خونړۍ پېښې وشوې دنورو چاودنو او پېښو پر پرتله يې افغانان او په ځانګړى توګه دننګرهار اولس يې ځکه انديښمن کړ چې ددولت مخالفو وسلوالو يې له پړې منلو ډډه وکړه افغانستان خو هسې هم دپېښو او اندېښنو کور ګرځيدلى هره ورځ له کورونو جنازې اوزي خو دننګرهار پېښې ته چې افغانان زيات انديښن دى هغه په افغانستان کې دکمونستانو، دقدرت ليونو تش په نامه مجاهدينو منځ ، دامريکا تر سيوري لاندې دافغان دولت او مخالفو وسلوالو تر جګړو وروسته چې اوس ديوې بلې جګړې اوازه خپره شويده دا نوى پيل کيدونکي جګړه ده او د دې ثبوت دادى چې نه خو افغان دولت پر نورو بهرنيو هېوادونو لاس لرنې ګوته پورته کړه او نه ددولت مخالفو وسلوالو ټټر وواهه ددې پېښو انديښنه همدا ده چې له يوې خوا يې خبره ګونګه او له بلې خوا دنوى پيل کيدونکى جګړه چې ښايي دامريکا او اسرائيلو لخوا پر افغان اولس دنورو جګړو په څېر ور وتپل شي ځکه خو يوه داسې لوري يې پړه ومنله چې تيرې جګړې هم په همدې بڼه له بهرنه پر افغانانو ورتپل شويدي اوس دا نديښنې وړ خبره او پيل کيدونکى جګړه پدې ښکاري چې په افغانستان کې په پراخه لګښتونو استخبارات په نشت حساب دي که استخبارات مړه نه وي څرنګه ٣٦ کاله په يوه هېواد کې جګړه روانه وي او د هغه هېواد استخبارات دى دهغو لاملونو خبر نه وي ؟ څرنګه استخبارات تراوسه په افغانستان کې دبارودو زيرمې نشي په ګوته کولى ؟
څرنګه استخبارات دننګرهار او نور ولاياتو دمرګونو پېښو بې خبره دي ؟ څرنګه لارو باندې ښارونو ته باردو او سپکې درنې وسلې وليږدول شي ؟ څرنګه بهرنۍ کړۍ په افغانستان کې ٣٦ کاله جګړه تلپاتې وساتي ؟ د دې نه دا څرګنده شوه چې هر پېښه ژوندۍ او هره ورځ تازه تازه پېښې کيږي افغان اولس په خپلو وينو کې لت پت خاورو ته سپارل کيږي او استخبارات دبې خبرۍ په خوب مړه پراته وي دا ډول استخباراتو ته سره له دې چې دهېواد بې حسابه لګښتونه پدې کيږي ژوندي استخبارات نه ويل کيږي دى ته مړه استخبارات وايي استخبارات خو دا نه وي چې پر خپلو کلو ، کورونو او ولايتونو کې دجهادي دورې او قومي اختلافاتو دغچ اخيستلو رپورټونه دي دنيولو او زنداني کولو دپاره برابر کړل . افغاني استخباراتو تراوسه پورې په افغانستان کې دجګړې دپاى ته رسولو دپاره خپله دنده نده ترسر ه کړى ټول وخت يې دکورنيو اختلافاتو دغچ اخيستلو په رپورټونو تير کړيدى او که يې خپله ونډه ترسره کړى واى تراوسه پورې به په افغنستان کې جګړى دوام نه وى کړى . اوس افغان دولت ته چې استخباراتو باندې دا ډول پېښو چې په ننګرهار کې وشوى يادمخه په خوست کې وشوى څه کول پکار دي هيڅ نشي کولى ځکه افغان اولس لکه څرنګه چې يې دروسانو او دهغوى دغلامو کمونستانو په مقابل کې دمقدس جهاد په دوام دسرونو قرباني ورکړه خو څرنګه چې تش په نامه دقدرت او ارګ نيونو يو شمير جهادي مشرانو پرېښود دا رنګه دې دولت هم چاودنو او ډول ډول پيښو ته پريښې او د ژغورنې توان يې نه لري .
وروره استخبارات مړه ندي، خو د وطن ساتلو پر ځان د خپلو نسونو د ډکولو او شخصي معاملو لګیا دي. که وطن وران هم شي، بس دوی ته یی څه، چې یواځې ددوی خیټې غوړې او ډکې وي اور دې په وطن ولګیږي.