په کوټ ولسوالي کې د داعش د غړیو له لوري د خلکو کورونو ته اور اچول شوی

تاند- د داعش یا اسلامي دولت وسله والو سختدریځو په ننګرهار ولایت کې ۳۰ ملکیان یرغمل کړي دي.

د کوټ ولسوالي اوسېدونکي وايي چې داعشي ترهګرو په کوټ ولسوالي کې د خلکو پر کورونو په بریدونو کې لږترلږه ۸ ملکیان وژلي او ۶ نور ژوبل کړي دي.

د سیمې اوسېدونکي وايي چې داعشیانو د خلکو ګڼ کورونه سوځولي دي.

د ننګرهار د والي ویندوی عطا الله خوږیاڼي د داعشي ترهګرو له لوري د ملکیانو یرغملکېدا تایید کړه ویې ویل چې د داعشیانو له لوري په تښتول شویو ملکیانو کې ماشومان او ښځې هم شاملې دي.

د خوګیاڼي په وینا وسلوالو ځان سره د ښځو او ماشومانو په ګډون دیرش کسان برمته کړي چې له دوی څخه یو شمیر یې بیرته خوشې شوي دي .

عطا الله خوګیاڼی وايي، افغان ځواکونه هڅه کوي چې پاتې یرغمل شوي کسان هم خوشې کړي.

د ننګرهار د والي ویندوی رسنیو ته ویلي چې د داعش وسلوالو په سیمه کې درویشت کورونو ته اور اچولی دی .

2ده همداراز وویل چې په کوټ ولسوالي کې د عام ولس او داعشیانو ترمنځ نښته د جمعې په ورځ پیل شوه او په ترڅ کې یې تراوسه ۳۷ داعشیان هم وژل شوي دي.

د ننګرهار د والي ویندوی وايي چې په نښتو کې د دې تروریستي ډلې ۳۲ نور غړي ژوبل شوي دي.

One thought on “په ننګرهار کې نژدې ۷۰ ملکیان او داعشي ترهګر وژل شوي”
  1. هیڅکه هڅه نشی کولی دی افغان ځواکونو مخ ته ورشی دوی دی بی ګناه خلکو باندی زور بد دی دا داغیشنه یاښودیان

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *