تاند- د ننګرهار امنیتي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په اچین ولسوالي کې د داعش د راډیو د ویجاړېدو ترڅنګ د دې سختدریځې ډلې ۲۹ غړي وژل شوي دي.
د ننګرهار د والي ویندوی عطا الله خوږیاڼي نن /سې شنبه/ وویل، د اچین ولسوالي په مامندو درې کې تېره شپه د ۴ هوايي حملو په ترڅ کې د داعش ۲۹ وسله وال سختدریځي وژل شوي او راډیو یې ویجاړه شوې ده.
د خوږیاڼي په وینا په لومړي برید کې، چې د بهرنیو پوځیانو په همکاري وشو، د داعش راډیو د هغې له ۵ کارکوونکو سره له منځه یووړل شوه.
د ده په وینا په دوهم برید کې، چې په همدې سیمه کې وشو، د داعشیانو یو پټنځای ویجاړ او پکې ۶ سختدریځي ووژل شول.
په بل برید کې د داعش ۱۵ غړي وژل شوي او په وروستي برید کې د داعش د انترنیټي اړیکو وسایل له ۳ تنو سره له منځه تللي دي.
د ننګرهار د والي د ویندوی په وینا دا بریدونه د تېرې شيې د ۷ او ۸ بجو ترمنځ شوي دي.
د داعش وسله والې سختدریځې ډلې تراوسه پوري د دغو بریدونو په اړه څه نه دي ویلي.