تاند – د ختیځ ولایت ننګرهار د مومند درې ولسوالۍ په ډکه سیمه کې د یوه ځانمرګي برید په ترڅ کې په لسګونو کسان شهیدان او ګڼ نور ټپیان شوي دي.
یو ابتدایي راپور د شهیدانو شمېر ۱۹ او د ټپیانو ۵۷ بولي، خو یو بل راپور وایي چې ۳۹ کسان شهیدان او ۸۷ ټپیان دي.
ویل کیږي چې برید د یوه پلي ځانمرګي بریدګر له خوا په سیمه کې د شینوارو د ولسي خلکو په یوه لاریون شوی دی چې د جلال اباد – تورخم لارې ته راوتلي وو او لاره یې بنده کړې وه.
راپورونه وایي، چې د پېښې په لسګونو ټپیان د جلال اباد د عامې روغتیا روغتون او په سیمه کې د غني خېلو روغتون ته انتقال شوي دي، او په فیسبوک خپره شوې یوه ویډیو ښیي چې خلک په سیمه کې د امبولانسونو د نشتوالي له امله ټپیان په لاریو کې انتقالوي.
په ننګرهار کې ځوانو فعالانو له خلکو غوښتي چې د وینې ورکولو لپاره د غني خېلو او جلال اباد روغتونونو ته ځانونه ور ورسوي.
د ننګرهار په یاده سیمه کې په ځانګړې توګه کوټ کې د وهابي فکر ځوانان چې په پاکستان کې یې د وهابیانو په مدرسو کې زده کړې کړې وې وروسته له هغه له داعش سره یوځای شول چې د ادعاوو له مخې د پاکستان د استخباراتي ادارې له خوا سیمې ته د داعش پروژه را اوږده شوه.
د مذهبي چارو یو شمېر تحلیلګران وایي،چې د وهابي یا سلفي فکر پلویان له خپلو ځانونو پرته نور مسلمانان مشرکین بولي او مرګ یې روا ګڼي.
دا لا معلومه نه ده چې برید چا کړی، خو ډېر احتمال شته چې د شینوارو په سیمه کې د موجود هغه داعش د پلویانو له خوا شوی وي چې په ۲۰۱۵ کال کې دغې سیمې ته راوړل شوي ول. مومند دره ولسوالي د ډیورنډ له پولې سره چې پاکستان یې له افغانستان سره خپل سرحد بولي په څو کیلومترۍ کې پرته ده.
يا الهی دا په افغانانو څه ورځ ده ؟