تاند- د افغانستان د ولسي جرګې د انتخاباتو په دوهمه ورځ /یکشنبه/ د ۶ ماشومانو په ګډون لږترلږه ۱۱ تنه په ننګرهار کې شهیدان شول.
د ننګرهار د والي ویندوی تایید کړه چې نن په دې ولایت کې یوې چاودنې، چې د ولسي جرګې د انتخاباتو د ګډوډولو په هدف وشوه، لږترلږه ۱۱ تنه شهیدان شوي دي.
عطا الله خوږیاڼی وايي چې په شهیدانو کې ۶ ماشومان هم شامل دي.
دا پېښه په اچین ولسوالي کې د یوه ځای پر ځای شوي بم د چاودنې په نتیجه کې وشوه.
اچین د داعش سختدریځې ډلې اصلي مرکز ګڼل کېږي.
خو تراوسه پورې څرګنده نه ده چې دا برید کومې ډلې کړی دی.
پرون /شنبه/ د ولسي جرګې د انتخاباتو په لړ کې پر رای ورکوونکو د ترهګرو په ۱۹۳ بریدونو کې ۶۸ تنه شهیدان او ۱۲۶ ژوبل شول.
http://www.archive.www.archive.taand.com/archives/114896